هند په كنټرول لائن تاؤ تريخوالې پېدا كولو سره په كشميري اولس روان زور ٬ ظلم او زياتي نه د نړۍ پام اړول غواړي۔ د خارجه دفتر وياند محمد نفيس زكريا

هند په كنټرول لائن تاؤ تريخوالې پېدا كولو سره په كشميري اولس روان زور ٬ ظلم او زياتي نه د نړۍ پام اړول غواړي۔ د خارجه دفتر وياند محمد نفيس زكريا

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 23نومبر2016ء) د خارجه دفتر وياند محمد نفیس زکریا ووئېلې دي هند په لائن اف كنټرول تاؤ تريخوالې زياتولو سره د شخړيز كشمير په بې ګناه كشميريانو د زور ظلم نه د نړۍ پام اړول غواړي۔ د شورو به ورځ د ټیلی ویژن په يو پروګرام ’’چوتھا ستون‘‘ كښې ده ووئېل ټوله نړۍ په دې خبر ده هند او پاکستان تر مينځه چې څه هم كيږي د دې لويه وجه د كشمير مسله ده ۔

تر څو چې دا مسله نه وي هواره شوي منطقه كښې امن نشي راتللې ۔ ده ووئېل وزیراعظم محمد نواز شریف د ملګرو ملتونو پشمول په هر فورم د كشمير مسئلہ په ښه ډول پورته كړې ۔اوس په تېرو ورځو كښې د آسټریليا يو سناتور په دوهم ځل دا مسله د آسټریليا پارلیمان كښې پورته كړې ده او شخړيز کشمیر كښې د هند د اړخه د بشري حقونو د خلاف ورزیو او په ظلمونو ئې خبره كړې ، ده ووئېل دغسې برطانیې پشمول اروپائې ائتلاف او نورو مهمو فورمونو باندې د كشمير په مسئلہ څو ایونټس روان دي چې دا خبره ترې څرګندېږي چې په نړيواله توګه هند باندې فشار زياتېږي ۔

ده ووئېل ایمنسټی انټرنیشنل هم خپل يو راپور ’’ډینائټ‘‘ په نام شائع کړې چې پكښې هغوي وئېلې دي هند مقبوضه وادۍ كښې په بې ګناه کشمیرانو څه نه كوي ، ده ووئېل په ایل او سی د هند د ډزو وجہ دا دہ چې د هغوي ناوړه سېره خلقو ته رامخې ته كېږي په كمه چې هغوي پرېشان دي ۔ وياند ووئېل ایل او سی باندې د هند په خلاف ورزۍ او ډزو د شهیدو شوو مېړنو ځوانانو په شهادت مونږ افسوس لرو ٬هند بې ګناه او عام خلق هم په نښه كوي د كومو چې په سفارتې توګه هم غندنه او نور اقدامات هم كوو او د ملګرو ملتونو سیکرټری جنرل پشمول د بشري حقونو نړيوالو تنظیمونو سره هم تماس نيولې كيږي دغسې چې د هند ناوړه عزائم نړۍ ته وړاندې كړې شي ٬ده ووئېل پاکستان تر اوسه ډېر زيات د تحمل نه كار اخستې او زمونږ وسله وال ځواكونه يوازې ځوابي کاروئي كوي چې دښمن تر دغه ځايه محدود وساتلې شي او هغوي دا ونه ګنړي چې مونږ کمزوري يوو، ده ووئېل زمونږ قام او وسله وال ځواكونه د خپل هېواد او پولو سالمتيا لپاره هر وخت چمتو ولاړ دي او كه چا زمونږ پلو په خيرنو سترګو وكتل نو موثر ځواب به وركولې شي ۔

نفیس زکریا ووئېل د هند سیاسی قیادت اوس اوس ډېر غیر ذمه وار بیانانونه جاری کړي د كومو چې مونږ ځواب وركړے او مونږ نوټ كړې هم دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئېل آئیډیا 2016 پاکستان وړومبے نه دے دا خو د څو كلونو نه كيږي چې پكښې دا ښودل دي چې د پاکستان دفاعې صلاحیتونه څه څه دي ٬په سونو کمپنۍ پكښې برخه اخلي او د یوکرین پشمول د ګنړو هېوادونو وزيران او د هغوي د پوځ مشران پكښې هم ګډون كوي ۔ (وا/ض ض/2210)