د پاکستان دفاع ناقابل تسخير ده۔ پاكستان ته به څوك په كږه سترګه ونه ګوري

د پوځ سرلښكر جنرال راحیل شریف د هوائې او پاك پوځ شريكو پوځي مشقونو څارنې نه پس ځوانانو سره خبرې

د پاکستان دفاع ناقابل تسخير ده۔ پاكستان ته به څوك په كږه سترګه ونه ګوري
د پوځ سرلښكر جنرال راحیل شریف د هوائې او پاك پوځ شريكو پوځي مشقونو څارنې نه پس ځوانانو سره خبرې

پنډۍ (پاکستان نیوز پوائنٹ 16نومبر2016ء) د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف وئيلي دي د پاكستان دفاع ناقابل تسخير ده او څوك پاكستان ته په كږه سترګه نشي كتلې۔ ده د چولستان په صحراﺀ خېرپور ټاميوالي فائرنګ رېنج كښې د هوائي ځواك او پاك پوځ "رعد البرق" شريكو مشقونو څارنې نه پس مشقونو كښې شريكو زلمو سره غېر رسمي خبرې كولې۔ د پاك پوځ مشر په ليدلو د زلمو جوش لا زيات شو او نعرې ئې پورته كړې۔

په دې مهال د پوځ سرلښكر ووئيل مونږ راتلونكو نسلونو ته يو پياوړے او خوندې پاكستان وركول غواړو۔ ده ووئيل د شهيدانو وينه به بې ځايه نه ځي۔ په ضرب عضب كاميابوعملياتو كښې مونږ د دښمن نوغې ويستې دے۔ اوس به دا عمل روان ساتل وي۔ ده ووئيل د رعد البرقي مشقونو څخه دا ثابته شوې چې مونږ د دښمن نه غافله نه يو۔ ده ووئيل د وسله والو ځواكونو چمتوالي په سوب مونږ ته څوك په كږه سترګه د كتلو جرات نه شي كولې۔ ده پوځي ځوانانو ته ووئيل د اولس خذمت او مرسته خپل شعار جوړ كړئ۔