د افغان كډوالو په سوب د صوبې امن د مينځه تلې٬افغان كډوال هېواد څخه ډالر دبئۍ ته لېږي او د دبئۍ پشمول نورو هېوادونو څخه لويې شمېر كښې سمګل شوې كپړا او نور سامان راوړلې شي٬

شربت ګلې ته مو خېبرپښتونخوا كښې د پاتې كېدو وړاندېز كړې وو اول تياره شوه او بيا په 24 ساعتونو كښې په بهرنيو لاسونو دې پريكړه بدله كړه٬د كډوالو په زبردستۍ د لېږلو او د دوي د تنګولو تاثر سم نه دے٬ رجسټرر افغان كډوالو سره هېڅ ډول كاروائي نه ده شوې۔د خېبرپښتونخوا اعلٰی وزير پروېز خټك په سېفران وزارت كښې د پارلماني ګوندونو غونډه كښې خبرې

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 14نومبر2016ء) د خېبرپښتونخوا اعلٰی وزير پروېز خټك وئېلي دي چې د افغان كډوالو په سوب د صوبې امن د مينځه تلې٬افغان كډوال هېواد څخه ډالر دبئۍ ته لېږي او د دبئۍ پشمول نورو هېوادونو څخه لويې شمېر كښې سمګل شوې كپړا او نور سامان راوړلې شي٬شربت ګلې ته مو خېبرپښتونخوا كښې د پاتې كېدو وړاندېز كړې وو هغه اول تياره شوه او بيا په 24 ساعتونو كښې په بهرنيو لاسونو دې پريكړه بدله كړه٬د كډوالو په زبردستۍ د لېږلو او د دوي د تنګولو تاثر سم نه دے٬ رجسټرډ افغان كډوالو سره هېڅ ډول كاروائي نه ده شوې۔

د دې خيالاتو څرګندونه ده په سېفران وزارت كښې د پارلماني ګوندونو غونډه كښې د وېنا په مهال وكړه۔ده ووئيل په آرمي پبلك سكول او مردان كښې د پوهنتون پشمول د ترهه ګرۍ پیښو څخه وروستو د آئي جي پوليس لخوا خط راغلو چې غېر رجسټرډ افغان كډوال كومو سره چې په صوبه كښې پاتې كېدو لپاره كوم ثبوت نشته د دوي به څه كېږي۔وزيراعلٰی ووئيل د آئي جي په خط او د ترهه ګرۍ پیښو څخه وروستو د غېر رجسټرډ كډوالو په ضد كاروائي شوې۔د دې كډوالو په سوب امن د منځه تلې۔د دوي په زور د لېږلو او تنګولو تاثر سم نه دې۔