هري پور٬ ټرافيكي پېښه كښې 3 كسان مره 2 ژوبل

هري پور٬ ټرافيكي پېښه كښې 3 كسان مره 2 ژوبل

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 14نومبر2016ء) هري پور كښې په ټرافيكي پېښه كښې درې كسان مړه او 2 ژوبل شوي۔ د نجي ټي وي راپور له مخې د هري پور په بالډهېرۍ سيمه كښې يو ګاډې د تند رفتارۍ له امله د بل اړخه راروان ګاډي سره په ټكر شوې چې پكښې 3 كسان په ټكي مړه او 2 ژوبل شوي۔ ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته رسولي شوي او پوليسو د پېښې پلټنې پېل كړې۔