زمونږ مقصد د بلوچستان تعمير او پرمختګ دے٬د پنجګور سياسي ګوندونه امن خوښي او اولس دوسته دي۔د سرحدي چارو وفاقي وزير جنرال(ر)عبدالقادر بلوچ پنجګور كښې پلاوي سره خبرې

زمونږ مقصد د بلوچستان تعمير او پرمختګ دے٬د پنجګور سياسي ګوندونه امن خوښي او اولس دوسته دي۔د سرحدي چارو وفاقي وزير جنرال(ر)عبدالقادر بلوچ پنجګور كښې پلاوي سره خبرې

كوئټھ(پاکستان نیوز پوائنٹ 8نومبر2016ء) د سرحدي چارو وفاقي وزير جنرال(ر)عبدالقادر بلوچ وئېلي دي زمونږ مقصد د بلوچستان تعمير او پرمختګ دے٬د پنجګور سياسي ګوندونه امن خوښي او اولس دوسته دي٬۔٬ټول سياسي ګوندونو له به د سياست نه لرې د اولس خذمت باوري كول وي۔د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د پنجګور دورې پھ مهال د بي اېن پي اولسي پلاوي سره خبرو كښې وكړه۔پلاوي عبدالقادر بلوچ د پنجګور مهمو مسئلو څخه خبر كړو۔كومو كښې چې د تعليم٬روغتيا٬روزګار او د څښكلو پاكو اوبو مسئلې شاملې دي۔ وفاقي وزير پلاوي له باور وركړو چې د دوي د سيمې مسئلې به هوارولې كړی شي او د دې ټولو مسئلو حل لپاره به وفاقي او صوبائي حكومت سره خبره وكړی شي دغسې چې د پنجګور ټولې مسئلې لرې كړې شي۔