د اقتصادي لارې پروژې څخه به د بلوچستان٬سندھ٬خېبرپښتونخوا او د پنجاب اولس استفاده وكړي۔عمر ايوب

د اقتصادي لارې پروژې څخه به د بلوچستان٬سندھ٬خېبرپښتونخوا او د پنجاب اولس استفاده وكړي۔عمر ايوب

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 8نومبر2016ء) د پاكستان مسلم ليګ(ن)لارښود عمر ايوب وئېلي دي چې د اقتصادي لارې پروژې څخه به د بلوچستان٬سندھ٬خېبرپښتونخوا او د پنجاب اولس استفاده وكړي۔تېره ورځ راډيو پاكستان سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژې نه وړاندې فيلډ مارشل ايوب خان د امريكې مخالفت سره هم قراقرم لويه لار جوړولو سره د پاكستان او چين دوستي مثالي جوړه كړې وه۔د اوسني حكومت د غوره پالېسو له امله د پاكستان او چين اقتصادي پروژه پېل كړی شوې۔دې سره به د پاكستان پشمول د منطقې تقدير بدل شي۔ده ووئيل چې د پروژې په نتيجه كښې به د روزګار موقعې پېدا شي