پاكستان تحريك انصاف بايد د عدالت د پرېكړې انتظار وكړي۔د دوهم وزير طارق فضل چوهدري ميډيا سره خبرې

پاكستان تحريك انصاف بايد د عدالت د پرېكړې انتظار وكړي۔د دوهم وزير طارق فضل چوهدري ميډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 7نومبر2016ء) د كېډ دوهم وزير طارق فضل چوهدري وئيلي دي پاكستان تحريك انصاف بايد د عدالت د پرېكړې انتظار وكړي۔ ده د ګل په ورځ سترې محكمې څخه بهر ميډيا سره خبرې كولې۔ په دې مهال د مسلم ليګ (ن) لارښود طلال چوهدري هم موجود ؤ۔ طارق فضل چوهدري هيله ولرله چې په وزيراعظم لګولې شوې تورونه به بې بنسټه ثابت شي۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې طلال چوهدري ووئيل عمران خان د وزيراعظم اولسي مقبوليت نه وېرېږي۔

وزيراعظم كومه آف شور كمپني نه لري بيا ئې هم ځان احتساب ته وړاندې كړو۔ د پي ټي آئي چيئرمېن منفي سياست د هېواد پرمختګ په لاره كښې خنډ دے۔ ده ووئيل عمران خان حكومت غېر مستحكم كول غواړي۔ طلال چوهدری ووئيل د پاكستان تحريك انصاف لارښود تر دې دمه د كرپشن تورونه ثابت نه كړې شول۔ ده ووئيل پي ټي آئي چيئرمېن منفي سياست د هېواد د پرمختګ په لاره كښې خنډ دے۔ طلال چوهدری ووئيل دھرنو د هېواد معيشت ته ډېر زيان رسولې۔ او پرمختيائي عمل كښې خنډان ودرولې شوي دي۔ (وا/وا)