اولس د دهرنو او احتجاج سياست رد كړې٬د ګوادر نه تر كوئټې سړك جوړ شوې٬

د ډېره اسماعيل خان نه تر برهان سړك كار په تندۍ سره روان دے۔وفاقي وزير احسن اقبال مېډيا سره خبرې

اولس د دهرنو او احتجاج سياست رد كړې٬د ګوادر نه تر كوئټې سړك جوړ شوې٬
د ډېره اسماعيل خان نه تر برهان سړك كار په تندۍ سره روان دے۔وفاقي وزير احسن اقبال مېډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 7نومبر2016ء) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي اولس د دهرنو او احتجاج سياست رد كړې٬د ګوادر نه تر كوئټې سړك جوړ شوې٬د ډېره اسماعيل خان نه تر برهان سړك كار په تندۍ سره روان دے۔راډيو پاكستان سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د پاك چين اقتصادي راهدارۍ په پروژه په تندۍ سره كار روان دے۔د دې پروژې بشپړېدو سره به د پاكستان پشمول د سيمې تقدير بدل شي۔

وفاقي وزير ووئيل د ګوادر كوټ څخه كوئټې ته سامان وړولو له د دې نه وړاندې زمكيزه لاره نه وه٬حكومت د ګوادر نه تر كوئټې په 6 نيم سوه كلوميټره سړك كار پېل كړې كوم بھ چې د خپل وخت څخه وړاندې بشپړولې شي۔ده ووئيل د كوئټې نه تر پېښور او د پېښور نه تر ډېره اسماعيل خان 400 كلوميټره سړك كار پېل شوې۔پاكستان كښې د اوسني سياسي صورتحال په حقله د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاكستان كښې د 2013 راهسې د پرمختګ او څوكالۍ لارې پرانستلې شوي۔د هېواد معيشت ښه والي پلو روان دے۔حكومت به آئيني موده تر سره كوي٬اولس د دهرنو او احتجاج سياست رد كړی دې.