سېنېټ په پوليس ټريننګ سنټر كوئټھ د ترهه ګرو د بريد په ضد د غندنې قرارداد منظور كړو

سېنېټ په پوليس ټريننګ سنټر كوئټھ د ترهه ګرو د بريد په ضد د غندنې قرارداد منظور كړو

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 4 نومبر2016ء) سېنېټ په پوليس ټريننګ سنټر كوئټھ د ترهه ګرو د بريد په ضد د غندنې قرارداد منظور كړے۔ د جمعې پھ ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د مخالفې ډلې مشر سناتور اعتزاز احسن قرارداد وړاندې كړو۔ په قرارداد كښې وئېلي شوي چې سېنېټ د اكتوبر په 24مه نېټھ په پوليس ټريننګ كوئټھ د ترسره شوې بريد په سختو ټكو كښې غنده كوي د كوم په نتيجه كښې چې د 60 څخه زيات اهلكار شهيد شوي۔

سېنېټ ځپليو كورنيو سره غمرازي كوي او د ژوبل شويو زر روغتيا له دعا كوي۔ په قرارداد كښې دا هم وئېلي شوي چې سېنېټ پاكستان او په خاص توګه بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ پېښو كښې د بهر هېوادونو د ځينو ايجنسو ككړ كېدو غندنه كوي او په حكومت زور راوړي چې د داسې عناصرو سخته مقابله وكړي۔ سنېټ قرارداد په يوه خله منظور كړو۔