په دريم پړاؤ كښې د شمالي وزيرستان درې زره بې كوره شوې كورنۍ خپلو سيمو ته ورسېدې۔ پوليټكل اېجنټ

په دريم پړاؤ كښې د شمالي وزيرستان درې زره بې كوره شوې كورنۍ خپلو سيمو ته ورسېدې۔ پوليټكل اېجنټ

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 4 نومبر2016ء) په دريم پړاؤ كښې د شمالي وزيرستان درې زره بې كوره شوې كورنۍ خپلو سيمو ته ورسېدې۔ د شمالي وزيرستان پوليټكل اېجنټ د جمعې په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل چې په وړومبو دوه پړاؤنو كښې 50 زره كورنۍ خپلو سيمو ته رسېدلې دي۔ د امنيتي ځواكونو لخوا د شمالي وزيرستان بېلا بېلې سيمې كليئر كېدو نه پس د كډوالو ستنولو دريم پړاؤ پېل كړے شوے او تر اوسه په دريم پړاؤ كښې درې زره كورنې خپلو سيمو ته رسېدلې دي۔ توقع ده چې په دريم پړاؤ كښې به 15 زره كورنې د شمالي وزيرستان خپلو سيمو ته ورسي۔