د "كتاب دوست بلوچستان"تحريك به هره ممكنه مرسته كولې شي٬

د زلمي كل د لوستې عادت ټولنه كښې د مثبت رويئ پېدا كوي۔قامي تاريخ او د ادبي ورثې ډويژن لپاره د وزيراعظم سلاحكار عرفان صديقي د بلوچستان سياسي لارښود او سماجي غړي حاجي لشكر رئيساني سره ملاقات كښې خبرې

د

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 3 نومبر2016ء) قامي تاريخ او د ادبي ورثې ډويژن لپاره د وزيراعظم سلاحكار عرفان صديقي وئېلي دي د "كتاب دوست بلوچستان"تحريك به هره ممكنه مرسته كولې شي٬د زلمي كل د لوستې عادت ټولنه كښې مثبتې رويئ پېدا كوي ۔ دا خبره ده د بلوچستان سياسي لارښود او سماجي غړي حاجي لشكر رئيساني سره ملاقات كښې وكړه۔عرفان صديقي ووئيل زده كړې د كومې هم ټولنې د پرمختګ بنيادي پؤړۍ ده٬د علم په وده كښې كتاب مهم كردار لري٬ده ووئيل پھ زلمي كل كښې د لوستې عادت ټولنه كښې د مثبتو رويو روزنه كوي او د انتهاخوښۍ تنګ نظرۍ حوصله ماتوي۔

عرفان صديقي د خپل وزارت تر سيوري لاندې ادارو نېشنل بك فاؤنډېشن٬اكېډمي آف ليټرز٬اداره فروع قومي زبان٬اقبال اكېډمي٬قائداعظم اكېډمي او د اردو سائنس بورډ لخوا د بلوچستان تعليمي ادارو لپاره د كتابونو وركولو هم اعلان وكړو كومو كښې به چې د اردو سره سره د انګريزۍ٬بلوچۍ٬پښتو او سندھي ژبو ليكلې شوي كتابونه هم شامل وي۔ده د لشكر رئيساني تحريك"كتاب دوست بلوچستان"يوه غوره هڅه ګرځولو سره ووئيل داسې تحريكونه بايد نورو صوبو كښې هم پېل كړی شي۔رئيساني د عرفان صديقي مننه كولو سره ووئيل د كتاب ډالۍ كولو نه زيات بل ښه څيز نشته۔عرفان صديقي په دې مهال لشكر رئيشاني ته د ګندهارا تهذيب په اړه د يو كتاب نسخه هم وركړه۔