داخله وزير د كانسټېبل٬هېډ كانسټېبل او اے اېس آئي د چوكو اپ ګرېډ كولو منظوري وركړه

داخله وزير د كانسټېبل٬هېډ كانسټېبل او اے اېس آئي د چوكو اپ ګرېډ كولو منظوري وركړه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 31اکتوبر2016ء) داخله وزير د پوليس كانسټېبل٬هېډ كانسټېبل او اے اېس آئي د چوكو اپ ګرېډ كولو منظوري وركړې ده ۔د كانسټېبل ګرېډ 5 څخه 7 ٬ هېډ كانسټېبل 7 څخه 9 او د اے اېس آئي ګرېډ 9 نه 11 كولو منظوري وركړی شوې ۔داخله وزير راروان يو نيم كال كښې د اېف سي اهلكارو تنخا د پوليس برابر كولو منظوري هم وركړی۔پھ وړومبي پړاؤ كښې به د اېف سي اهلكارو تنخا 50 فيصده زياتولې شي۔د تنخاګانو زياتولو سره سره به اېف سي اهلكارو ته انټرنل سېكورټي ډيوټي الاؤنس هم منظورولې شی۔د اېف سي اهلكارو د سروس موده 35 كلونو نه 45 كولو منظوري وركړې شوې ۔يو څو ورځو كښې د وزيراعظم لخوا د منظورۍ نه پس به باقاعده نوټيفيكېشن جاري كولې شي۔