اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 31اکتوبر2016ء) په پاکستان كښې مېشته يو لك 28 زره 460 رجسټرډ كډوال افغانستان ته ستانه شوي دي۔ تېره ورځ 7 زره 722 كسان د پېښور او كوئټه د لارې افغانستان ته ستانه شوي دي۔ د سېفران وزارت چارواكو له مخې د ټول هېواد څخه د رجسټرډ او غېر رجسټرډ كډوالو هېواد ته د ستنېدو لړۍ روانه ده۔ د چارواكو له مخې د اكتوبر په مياشت كښې يو لك 28 زره 460 رجسټرډ افغان كډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي كوم چې خېبر پښتونخوا كښې مېشته ٶ۔ د چارواكو له مخې حكومت د رجسټرډ افغان كډوالو د ستنېدو موده 31 مارچ كال 2017 ټاكلې او د غېر رجسټرډ كډوالو موده په 15 نومبر ختمېږي۔
پاکستان كښې مېشته يو لك 28 زره 460 رجسټرډ كډوال افغانستان ته ستانه شول
8 کال لومړی