د نن پاکستان د 2013ء پھ مقابله زيات بهتر دے، سی پیك پروژه د هيواد د تاريخ لويه پروژه ده،

سیاسی مخالفین د پرمختګ په لاره كښې د خنډانو راولاړولو هڅه كوي ، 2018ء كښې به اولس مخالفین ماتې سره مخ كړي ، 2013 كښې اولس چې څوك رد كړې وو هغوي د دھرنو سیاست د لارې نن د اولس څخه انتقام اخلي وزیر اعظم محمد نواز شریف پھول نګر كښې اولسې غونډې ته وينا

د نن پاکستان د 2013ء پھ مقابله زيات بهتر دے، سی پیك پروژه د هيواد د تاريخ لويه پروژه ده،
سیاسی مخالفین د پرمختګ په لاره كښې د خنډانو راولاړولو هڅه كوي ، 2018ء كښې به اولس مخالفین ماتې سره مخ كړي ، 2013 كښې اولس چې څوك رد كړې وو هغوي د دھرنو سیاست د لارې نن د اولس څخه انتقام اخلي وزیر اعظم محمد نواز شریف پھول نګر كښې اولسې غونډې ته وينا

لاهور (پاکستان نیوز پوائنٹ 29اکتوبر2016ء) وزیر اعظم محمد نواز شریف وئيلي دي د مسلم لیګ حکومت به خپله موده پوره كوي او د 2018ء ټولټاكنو كښی به د خپلې پنځه كلنې کارکردګۍ په بنیاد برخه اخستلو سره بيا حكومت جوړو٬ د مشرف په دور كښې مونږ زندان كښې اچولې شوې وو ، مخالفینو د پرویز مشرف د جعلی ریفرنډم كمپائن چلوو ، 2013 كښې وګړو چې څوك رد كړې وو هغوي د دھرنو سیاست د لارې نن د اولس څخه انتقام اخلي ٬ د نن پاکستان د 2013ء په نسبت په معاشی‘ اقتصادی او د ترهه ګرۍ او لوډشیډنګ په مقابله كښې زيات بهتر دے او تر 2018ء به نور هم بهتر شي ‘ پھولنګراین اے 141-142 پرمختيائي پروژ لپاره يو نيم ارب دغسې حلقه پی پی 183-184 كښې د ګاز او نورو پروژو لپاره 2 اربه روپۍ به خرڅ كولې شي۔

ده د خالي په ورځ پھولنګر كښې اولسې غونډې ته وينا كوله۔ په دې مهال د قامی اسمبلۍ غړي رانا اسحاق‘ رانا حیات او د پنجاب اسمبلۍ سپیکر رانا محمد اقبال پشمول د قامی او صوبائی اسمبلۍ غړي هم موجود وو ۔ محمد نواز شریف ووئيل جمهوریت د اولس ، وکيلانو او د سول سوسائټۍ د هلو ځلو نتيجه ده ، زمونږ مخالفینو چرې هم د زندان تنمبې نه دي ليدلي ،كله چې مونږ زندان كښې واچولې شو نو دغه سیاسی مخالفین آمرانه ریفرنډم كښې شريك وو ، موڼږ چا څخه يرېږو نه بلکه د لوے څښتن څخه يرېږو۔

ده ووئيل تاسو اطمینان لرۍ اولسي نمائندہ حکومت به خپله 5 كلنه موده پوره كوي او راروان 5 كلونو له به هم حکومت کوي۔ وزیراعظم ووئيل مخالفين د هغه مینډيټ سپكاوې كوي چا چې هغوي له خېبر پښتونخوا كښې د حکومت موقع وركړي ۔ وزیراعظم ووئيل نړۍ منلې چې پاکستان پرمختګ كوي ۔ ده ووئيل په 2018 كښې به نه يواځې لوډشيډنګ ختم شي بلكه ارزانه برېښنا به هم ترلاسه شي ۔

ده ووئيل سی پيك پروژه د هيواد د تاريخ لويه پروژه ده ٬ د دې پروژو ترمخه به ټولو صوبو كښې يو ډول پرمختګ وشي۔ سیاسی مخالفین د دغه پرمختګ په لاره كښې د خنډانو راولاړولو هڅه كوي ۔هغوي غواړې چې دا پروګرام مخ په وړاندې لاړ نه شي ۔ ده ووئيل مخالفینو ته دا معلومه ده چې تر 2018ء به دا حکومت د هيواد پرمختګ له خپل كار روان ساتي او دې سره به زمونږ سياست ختم شي۔

ده ووئيل د يو څو ورځو خبره ده چې د مخالفینو سیاسی سباؤن به ختم شي۔ 2018ء كښې به هم مخالفین ماتې سره مخ كېږي۔وزیر اعظم ووئيل د هيواد څخه ترهه ګري ختمه كړې شوي ٬ پاکستان امناكه هيواد جوړيدو پلو روان دے ، او نړۍ دا خبره منلې هم ده ۔ وزیر اعظم د چین په مرسته روانو پروژو او د سی پیك ذکر کولو سره د ګاونډي هيواد ستائنه وكړه۔ وزیر اعظم ووئيل چین زمونږ پخوانې ملګرې دے كوم چې د پاکستان پرمختګ له په زړه پورې كار كوي ۔

ده ووئيل د سی پیك ترمخه به د پاکستان څلورو واړو صوبو كښې يو ډول پروژې لګولې شي ۔ ده ووئيل زموڼږ مخالفین د دې خبرې څخه يرېږي چې كه 2018ء ټالټاكنو كښې بيا د مسلم لیګ (ن) حکومت جوړ شو نو زمونږ سباؤن به ختم شي ۔ ده ووئيل پی آئی اے او د پاکستان ریلوے نن ښه والې پلو روان دے دغسې نورې ادارې هم د خسارې څخه وېستلو سره د پرمختګ پلو روانې دي۔ وزیر اعظم ووئيل 1999ء كښې چې د پرمختګ كار كوم ځائې پاتې شوې وو هم هغه ځائې څخه مونږ بيا پيل كړو ۔ ده ووئيل كله چې موڼږ حكومت سنبهال كړو نو هيواد كښې به 18 ٬ 18 ساعته لوډشيډنګ كيدو ‘ دې نه پس موڼږ د هيواد پھ تاريخ كښی په وړومبي ځل د برېښنا لوئې پروژې پيل كړي كومې به چې زر تر زره بشپړولې شي او لوډشينګ به په بشړه توګه ختم شي۔