بلوچستان كښې د اوبو حاجت پوره كولو له به 200 ډیلے ایکشن بندونه جوړولې شي، په دې به 13 اربه روپۍ لګښت راځي

بلوچستان كښې د اوبو حاجت پوره كولو له به 200 ډیلے ایکشن بندونه جوړولې شي، په دې به 13 اربه روپۍ لګښت راځي

اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پی پی) د بلوچستان د تعلیم وزير عبدالرحیم زیارت وال وئيلي دي بلوچستان كښې د اوبو حاجت پوره كولو له به 200 ډیلے ایکشن بندونه جوړولې شي په كوم به چې 13 اربه روپۍ لګښت راځي۔ لورالائی كښې ميډيا سره په خپلو خبرو كښی ده ووئيل بلوچستان كښې د اوبو حاجت پوره كولو له به 200 ډیلے ایکشن بندونه جوړولې شي دغسې چې صوبه كښې اوبو حاجت پوره شي دې مقصد لپاره به 13 اربه روپۍ خرڅ كولې شي چې پكښې به 10 اربه روپۍ د وفاقی حکومت وركوي۔ ده ووئيل د دې پروژو بشپړيدو سره به كليو ته د څښلو پاكو اوبو وركولو سره سره صوبه كښې زرعی څانګې ته هم وده وركولو كښې مرسته وشي.