مرکزي بانك بېنكنګ نظام كښې 849 اربه 40 كروړه روپۍ شاملې كړې

مرکزي بانك بېنكنګ نظام كښې 849 اربه 40 كروړه روپۍ شاملې كړې

کراچۍ (پاکستان نیوز پوائنٹ 29اکتوبر2016ء) د پاكستان مرکزي بانك په بېنكنګ نظام كښې 849 اربه 40 كروړه روپۍ شاملې كړې دي۔ د خبر پاڼې له مخې مركزي بانك د اوپن ماركيټ آپرېشن له مخې بېنكنګ نظام كښې 7 ورځو لپاره د 5.81 فيصده كلن رېټ آف ريټرن په حساب 849 اربه 40 كروړه روپۍ شاملې كړې۔ د اوپن ماركيټ آپرېشن له د وړاندې كړې شوې بولۍ رېنج 5.86 فيصد نه تر 5.58 فيصده كلنه حساب سره 864 اربه 40 كروړه روپۍ مقرر كړې وې۔ په نیلامۍ كښې 26 بولي كوٶنكو ګډون وكړو چې پكښې د 23 وړاندېزونه منظور كړې شوي دي.