د حکومت د پالیسو ګټورې نتيجې رامخې ته كېږي٬ په 2013 كښې پېل شوې منصوبې ترسره كېدونكې دي٬ قام به په كال 2018 كښې لوډشېډنګ نه خلاص شي۔د خواجه آصف د پرائيوېټ پاور اېنډ انفراسټركچر بورډ مشرۍ په موقع خبرې

د حکومت د پالیسو ګټورې نتيجې رامخې ته كېږي٬ په 2013 كښې پېل شوې منصوبې ترسره كېدونكې دي٬ قام به په كال 2018 كښې لوډشېډنګ نه خلاص شي۔د خواجه آصف د پرائيوېټ  پاور اېنډ انفراسټركچر بورډ مشرۍ په موقع خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 28اکتوبر2016ء) د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه آصف وئيلي دي د حکومت د پالیسو ګتورې نتيجې رامخې ته كېږي٬ په 2013 كښې پېل شوې منصوبې ترسره كېدونكې دي٬ قام به په كال 2018 كښې لوډشېډنګ نه خلاص شي۔ خواجه آصف دا خبرې د جمعې په ورځ د پرائيوېټ پاور اېنډ انفراسټركچر بورډ مشرۍ په موقع كړې ۔ ده ووئيل حكومت سرمايه كارو ته آسانۍ وركولو باور لري او د ھغوي په كار كښې هر ډول خنډان او تاخير نه غواړي۔

ده ووئيل مظفر ګړھ كښې آر اېل اېن جي څخه د 1200 مېګاٶاټ برېښنا ترلاسه كېدو منصوبه د كابينه كمېټۍ غونډه ته وړاندې شوې او وزارت ته د پي پي آئي بي د لارې منصوبې له هر ډول سرمايه كارو ته بلنه وركولو له د اشتهاراتو ذمه واري وركړې دغسې چې د برېښنا په كمي قابو وموندلې شي ۔ په غونډه كښې د پي پي آئي بي مېنجنګ ډائرېكټر د منصوبې په اړه بريفنګ وركړو.