د خزانې وزير سره د پاكستان كسان اتحاد پلاوي وليدل

د خزانې وزير سره د پاكستان كسان اتحاد پلاوي وليدل

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 28اکتوبر2016ء) د پاکستان کسان اتحاد څلور كسيزه پلاوي د خالد محمود کھوکھر په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار سره ليدلي دي ۔ په دې موقع د خوراك وفاقي وزير سکندر حیات خان بوسن او د وزیراعظم سېكتر فواد حسن فواد هم موجود وو۔ پلاوي سره خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل وزیراعظم نواز شریف د كروندګرو خېرښګړه غواړي ٬ اوسني حكومت د وزیراعظم کسان پېکج پشمول د كركيلي څانګې پرمختګ لپاره تاريخي اقدامات كړې ٬ حکومت په نړيواله كچه د بېعې كمېدو په تناظر كښې د كركيلي څانګې د ستونزو نه خبر دے۔ وفاقي وزير په پلاوي زور راوړو چې د جديدې مشينرۍ كارولو د لارې پېداوار زياتېدې شي ٬ حكومت به كروندګرو له هر ډول ممكنه آسانۍ وركوي۔