پاکستان د هندي پوځ لخوا په اېل او سي او وركنګ باٶنډري د ډز بندۍ په پرله پسې خلاف ورزۍ احتجاج وكړو

پاکستان د هندي پوځ لخوا په اېل او سي او وركنګ باٶنډري د ډز بندۍ په پرله پسې خلاف ورزۍ احتجاج وكړو

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 28اکتوبر2016ء) پاکستان د هندي پوځ لخوا په اېل او سي او وركنګ باٶنډري د ډز بندۍ په پرله پسې خلاف ورزۍ احتجاج كړې دې ۔ په دې لړ كښې هندي دوهم هائي كمشنر جے پي سنګ د جمعې په ورځ خارجه دفتر ته رابللې شوې او په 27 اكتوبر په شكر ګړھ كښې په وركنګ باٶنډري او اېل او سي كښې په نېكيال سېكټر د ډز بندۍ په خلاف ورزۍ ئې احتجاجي مراسله ده ته وركړې ۔ د هندي پوځ د ډزو په نتېمه كښې د دوه مېرمنو پشمول 6 كسان مړه او 22 ژوبل شوي ۔ سوئيلي آسيا او د سارك ډائرېكټر ډاکټر محمد فېصل د هند دوهم هائي كمشنر راوبللو او د ډز بندۍ په خلاف ورزۍ ئې ده ته احتجاجي مراسله وركړه ۔ ده په هند زور روړو چې خپل پوځ د ډز بندۍ د لوظنامې پابند كړې او د پېښې پلټنو څخه پاكستان خبر كړې۔