په افغانستان كښې د اپرېل په مياشت كښې كېدونكې د اولس مشر ټاكنې وځنډول شوې

په افغانستان كښې د اپرېل په مياشت كښې كېدونكې د اولس مشر ټاكنې وځنډول شوې

كابل (پاکستان پوائنٹ نیوز29دسمبر 2018ء) په افغانستان راتلونكې كال د اپرېل په مياشت كښې كېدونكې د اولس مشرې ټاكنې وځنډول شوې۔ د امريكائي نشرياتي ادارې له مخې د افغانستان د ټاكنو د كميسون نائب وياند عبدالعزيز ابراهيمي ميډيا ته وئيلي دي چې د اولس مشرې ټاكنو د اكتوبر په مياشت كښې په پارلماني ټاكنو كښې د پېدا شويو تكنيكي ستونزو له امله ځنډول شوې دي۔ ده ووئيل چې د رايو وركوونكو تصديق او عملې ته د بائيو مېټرك نظام په تربيه وركولو كښې به ډېر وخت پكار وي۔ د افغانستان د ټاكنو خپلواكه كميسون د اولس مشرې ټاكنو لپاره لا د كومې نوې نېټې اعلان نه دې كړے۔