د خارجه وزارت ، بهر هېوادونو كښې د مېشته سفیرانو، د كورنيو چارو وزارت او د اړوندو ادارو ترميينځه كوټلې رابطو ته اړتيا ده ٬ پاکستان بشري او د قدرتې اسانيو لرونكې هېواد دے، بايد د پېښو چیلنجونه تر تر نظره ساتلو سره د موجوده موقعو څخه بشپړه استفادہ وكړې شي ،

په نورو د انحصار كولو پالیسی به پرېښودل وي، بهرنۍ سرمايه كارۍ ته وده وركول ، د نوو منډيانو د لارې برآمدات زياتول ٬ کاروبار له آسانۍ او هغه ګټه وره جوړولو سره د منی لانډرنګ مخنيوې ته پام لرنه كېږي٬ ، سمندر پورې غاړه پاکستانیان او پھ خاص توګه خوارې كښ زمونږ قیمتی اثاثه ده هغوي سره رابطو ته د ودې وركولو او د مسئلو حل له مرستې ته پام لرنه دې وكړې شي۔ د وزیراعظم عمران خان خارجه دفتر كښې د دوه ورځنې معاشې سفارتکاری کنفرنس اختتامی دستورې ته خطاب

د خارجه وزارت ، بهر هېوادونو كښې د مېشته سفیرانو، د كورنيو چارو وزارت او د اړوندو ادارو ترميينځه كوټلې رابطو ته اړتيا ده ٬ پاکستان بشري او د قدرتې اسانيو لرونكې هېواد دے، بايد د پېښو چیلنجونه تر  تر نظره ساتلو سره د موجوده موقعو څخه بشپړه استفادہ وكړې شي ،
په نورو د انحصار كولو پالیسی به پرېښودل وي، بهرنۍ سرمايه كارۍ ته وده وركول ، د نوو منډيانو د لارې برآمدات زياتول ٬ کاروبار له آسانۍ او هغه ګټه وره جوړولو سره د منی لانډرنګ مخنيوې ته پام لرنه كېږي٬ ، سمندر پورې غاړه پاکستانیان او پھ خاص توګه خوارې كښ زمونږ قیمتی اثاثه ده هغوي سره رابطو ته د ودې وركولو او د مسئلو حل له مرستې ته پام لرنه دې وكړې شي۔ د وزیراعظم عمران خان خارجه دفتر كښې د دوه ورځنې معاشې سفارتکاری کنفرنس اختتامی دستورې ته خطاب

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز28دسمبر 2018ء) وزیراعظم عمران خان د خارجه وزارت ، بهر هېوادونو كښې سفیرانو، د كورنيو چارو وزارت او د اړوندو ادارو ترميينځه د كوټلو رابطو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي پاکستان بشري او قدرتی وسائل لرونكے هېواد دے، بايد پېښ چیلنجونه تر نظر ساتلو سره د موجوده موقعو څخه بشپړه استفادہ وكړې شي ، په نورو د انحصار کولو پالیسی په پرېښودل وي، بهرنۍ سرمايه كارۍ ته وده وركول ، د نوې منډيانو د لارې برآمدات زياتول او کاروبار له آسانی ٬ هغه ګټه ور جوړول او د منی لانډرنګ مخنيوې ته پام لرنه كېږي٬ ، سمندر پورې غاړه پاکستانیان او پھ خاص توګه خوارې كښ زمونږ قیمتی اثاثه ده، بايد هغوي سره رابطو ته د ودې وركولو سره د مسئلې حل له مرسته كولو ته پام لرنه وكړې شي۔

د دې خيالاتو څركندونه ده د جمعې په ورځ خارجه دفتر كښې د دوه ورځني معاشی سفارتکارۍ کنفرنس اختتامی دستورې ته خپل خطاب کښې وكړه۔ په دې مهال خارجه وزیر شاہ محمود قریشی، د وزیراعظم د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داؤد، د سرمایه کارۍ بورډ چیئرمېن هارون شریف، مهمو هېوادونو كښې د پاکستان سفارتکار، د نجی او سرکاری څانګې نمائندګان او د بيلو ادارو مشران هم موجود وؤ۔

وزیراعظم ووئيل ما 21 كاله كركټ كړې دغسې د 22 كالو راهسې سیاست كوم۔ ده ووئيل ما چې كله كركټ پيل كړو نو هغه مهال زيات ټيلنټډ کرکټران موجود وؤ خو او مونږ چرته ميچ ګټلې نه ؤ ځكه چې مونږ د احساس کمتری ښكار وو ، ده ووئېل د 80 په لسيزه كښې دومره ټيلنټډ ډله نه وه او بيا هم مونږ لوئ لوئ ډلو له ماتې وركړه، د هغې لويه وجه مائنډ سيټ كښې بدلون راسوتل وؤ، ده ووئېل بيا مونږ هغه احساس ختم كړے ؤ اوس مونږ د چا څخه كم نه وو ٬هر چا له مونږ ماتې وركولې شوه۔

ده ووئيل نن چې كوم مالیاتی بحران رامخې ته دے ، دا زمونږ لپاره لويه موقع ده او دې څخه به واضح شي چې پاکستان نور داسې نه شي تللې، ده ووئېل كه مونږ له د بحرانونو څخه وتلل دي نو خپل سوچ به بدلول وي او په نورو به انحصار ختمول وي،مونږ د قرضونو په انتظار وؤ ، په ځائې د دې چې مونږ د خپل معیشت خرابۍ لرې كړې وې۔ ده ووئيل هېواد د كور په شان نه وي ، كله چې خرڅ زيات او آمدن کمېږي نو په قرض د كور چلولو سره كور تباہ كېږي، د خسارې په زياتيدو د آمدن زياتولو پھ ځائې د قرض اخستلو شارټ كټ اختيار كړې شوې۔

ده ووئيل څوك هم هسې چا له قرض نه وركوي، مونږ قرضې اخستلو سره خپل عزت نفس او خپلواكۍ ته زيان رسوو ٬ ده ووئېل زمونږ عزت نفس او غیرت ختم شوې ځكه چې نورو ته لاس نيسوو او د خپل عزت خيال نه ساتو۔ ده ووئيل د قرض په وجه مالدار ګټه پورته كوي او اولس د نورې غريبۍ سره هم مخ كېږي۔ ده ووئيل په نړۍ كښې زمونږ تاثر ځكه خراب شوې چې د ایران انقلاب نه پس زمونږ وزيرااعظمان به د نړۍ څخه يريدل چې بنیاد پرست راشي او مونږ بچ كړي ،لويديزې نړۍ اسلامي نړۍ په لبرل او بنیاد پرستو اوېشله، ده ووئېل د دې هېواد اشرافیه د لويديز څخه په پیسو اخستو د لبرل او بنیاد پرست وېش پخپله كړې۔

ده ووئيل زمونږ پھ هېواد كښې هم انتها خوښې شته خو نړۍ كښې زياتره اعتدال خوښې او لبرل وي، زمونږ اشرافیه پخپله د هېواد ساکھ خراب کړې، عمران خان ووئېل د هېواد په تاثر خرابولو كښې زمونږ خپل لاس دے۔ ده خارجه وزارت ته سپارښتنه وكړه چې خپل سوچ بدل كړي۔ وزیراعظم ووئيل زمونږ سفیرانو له به هغه كار كول وي كوم چې تر اوسه نه وې شوې ، يو ټیم ورك او کوآرډینېشن ته اړټيا ده، بيلو څانګو له پھ ګډه كار كول ٬کاروبار اسانولو ته اړټيا ده ، بيا به دا هر څه ممكن شي۔

ده ووئيل دا زما خواهش دې چې زمونږ سفیران سمندر پورې پاکستانیان ، كوم چې د هېواد لويه اثاثه ده ، سره ښه رویه اختیار کړي۔ ده ووئيل پاکستان كښې کرپشن او د بيلو ادارو ماحول دلته څوك راتللو ته نه پرېږدي ، هغوي د پاكستان سره مينه لري خو د ناروا سلوك په وجه دلته بيرته څخه ځي۔ ده سفيرانو ته سپارښتنه وكړه چې بيلو هېوادونو كښې مېشته پاکستانی کاروباری شخصیاتو فهرستونه جوړ كړي ، هغوي سره تماسس اونيسې ځكه چې هغوي د هېواد پرمختګ او سرمایه کارۍ له ډير څه كولې شي۔

ده ووئيل هند ، چین او د نورو هېوادونو کاروباری شخصیاتو د خپل هېواد پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كړې۔ده په ملائیشیاء كښې تعینات هائی کمشنر نفیس زکریا ستائنه كولو سره وزيراعظم عمران خان ووئېل هغه ښه كار كړې۔ وزیراعظم سفيرانو ته سپارښتنه وكړه چې بهر هېوادونو كښې د پاکستانی خوارې كښو په خاص توګه خيال وساتي۔ ده ووئيل هغوي ډير خاص وګړې دي د هغوي پھ 19 اربه ډالره باندې هېواد چلېږي، د هغوي دې بشپړه مرسته وكړې شي۔

ده ووئيل هغوي د پاکستان قابل او هنر مند دي او هېواد لپاره اثاثه ثابتيدې شي۔ ده د پاکستان سفیرانو ته د منی لانډرنګ په ضد د بشپړه كردار ترسره كولو هم سپارښتنه وكړه۔ عمران خان ووئيل د پاکستان پیسه غلا كيدو سره بهر ته ځي، د كال 10 اربه ډالره منی لانډرنګ كېږي، د منی لانډرنګ په ضد مونږ د بيلو هېوادونو سره ایم او یوز لاس ليك شوې، بايد د پاکستان سفیران په دې لړ كښې خپل کردار ترسره كړي۔ ده د پاکستانی سفیرانو معیار ستائلو سره ووئيل اوس به مونږ له خپله کارکردګی ښه كول وي او د 70 لسيزې پھ ځائې د 80 د لسيزې کرکټ ډلې په غوندې به كردار تر سره كول وي۔