د پي اے سي د 15مې كمېټۍ غونډه د چيئرمېن محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې وشوه

د كمېټۍ لخوا نېب ته د لېږلې شوو كېسونو د پېشرفت پحقله نېب ته د ګل په ورځ د بريفنګ وركولو امر۔ , راتلونكې اوونۍ كښې د كمېټۍ په غونډو كښې به د مسلم ليګ (ن) حكومت د آډټ پېراز جاج اخستو لپاره درې څلور ذيلي كمېټۍ جوړولې شي

د پي اے سي د 15مې كمېټۍ غونډه د چيئرمېن محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې وشوه
د كمېټۍ لخوا نېب ته د لېږلې شوو كېسونو د پېشرفت پحقله نېب ته د ګل په ورځ د بريفنګ وركولو امر۔
راتلونكې اوونۍ كښې د كمېټۍ په غونډو كښې به د مسلم ليګ (ن) حكومت د آډټ پېراز جاج اخستو لپاره درې څلور ذيلي كمېټۍ جوړولې شي

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز28دسمبر 2018ء) د پي اے سي د 15مې كمېټۍ غونډه د چيئرمېن محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې وشوه٬ په دې مهال د كمېټۍ لخوا نېب ته د لېږلې شوو كېسونو د پېشرفت پحقله نېب ته د ګل په ورځ د بريفنګ وركولو امر شوې ٬ راتلونكې اوونۍ كښې د كمېټۍ په غونډو كښې به د مسلم ليګ (ن) حكومت په اړه د آډټ پېراز جاج اخستو لپاره درې څلور ذيلي كمېټۍ جوړولې شي۔

د غونډې پرانستې په مهال د پي اے سي چيئرمېن ووئيل دا خبره خوشبينه ده چې په پي اے سي كښې تجربه لرونكي پارلماني غړي شامل دي د كومو د تجربو څخه چې به استفاده كولې شي۔ ده ووئيل په پارلماني جمهوريت كښې ټولې كمېټۍ ډېر اهميت لري۔ ده ووئيل د پي اے سي پحقله يو عام تاثر دا دے چې دا يوازې مخالفت او تورونه لګولو لپاره كارولې شي خو دا تاثر سم نه دے٬ ده ووئېل پي اے سي د بېلا بېلو وزارتونو او څانګو د مالي چارو نګراني كوي۔

په دې موقع د پي اے سي دوهم سېكتر د غړو هركلي كولو سره غړٶ ته د پي اے سي د طريقه كار او كاردګرۍ په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو ده ووئيل د مالي كال 11-2010 نه تر اوسه 18 زره 43 آډټ پېراز او 931 ګرانټس د التواء ښكار دي ۔ ده ووئيل د كال 2008 نه تر كال 2013 پي اے سي د لس راپورونو جاج اخستې او قامي اسمبلۍ ته ئې وړاندې كړې٬ د كمېټۍ 440 غونډې شوي او د 117.8 اربه روپو ريكوري ئې كړې۔

د ندیم افضل چن په چیئرمېن شپ كښې كمېټۍ د دوه آډټ راپورونو جاج اخستې او د 30.9 اربه روپو ريكوري ئې كړې ٬ دغې كمېټۍ نېب ته 33 او اېف آئي اے ته 13 كېسونه رېفر كړي۔ ده ووئېل د سید خورشید شاہ په چیئرمېن شپ كمېټۍ د كال 18-2013 په مهال د 7 آډټ راپورونو جاج اخستې او د 355 اربه روپو ريكوري ئې كړې ٬ دغې كمېټۍ نېب ته 168 او اېف آئي اے ته 56 كېسونه لېږلي ٬ د دې نه علاوه كمېټۍ د ګرېنډ حيات ٬ بېلا بېلو وزارتونو كښې د بې ضابطګو ٬ د اسلام آباد په نړيوال هوائي مېدان٬ رائل پام كلب ٬ پي اېس ډي پي منصوبو كښې د تاخير ٬ د ريكوډك او نولانګ بند پحقله هم تفصيلي جاج اخستې ٶ ۔

شېخ روحیل اصغر، سید فخر امام، ریاض فتیانه او نورو غړو ووئيل په بېلا بېلو وزارتونو كښې ډي اے سي كار كوي د چا موده چې د دريو په ځائ يوه مياشت كول پكار ده ۔ د كمېټۍ چيئرمېن ووئيل د مسلم ليګ (ن) د حكومت د آډټ پېراز پحقله د غونډو مشري به زه نه كوم۔ ده ووئيل راتلونكې اوونۍ كښې د كمېټۍ په غونډو كښې د مسلم ليګ (ن) حكومت په اړه د آډټ پېراز جاج اخستو لپاره درې څلور ذيلي كمېټۍ به جوړولې شي۔

ده ووئيل د خورشید شاہ او چوهدری نثار علی خان په چیئرمېن شپ كښې كمېټو ښه كار كړې۔ په غونډه كښې د راجه ریاض په تجویز سید خورشید شاہ او د چوهدری نثار علی خان په چیئرمېن شپ د قائمه كمېټو كاركردګۍ ته پېرزوئنې وړاندې كولو لپاره د قرارداد منظوري هم وركړې شوه۔ د پي اے سي غونډه به د ګل په ورځ ماسپخښين دوه نيمې بجې بيا كېږي۔(ص ف/ض ض/ګ ل/1934)