د خارجه پالیسۍ ایډوائزری کونسل جوړ شوې كوم به چې د خارجه پالیسۍ په حقله خپلې رائې وركوي ٬ ایډوائزری کونسل په ښو تجربه لرونكو كسانو مشتمل دے په دې كښې پخواني سفيران او فارن سیکتران هم شامل دي د خارجه وزير شاہ محمود قریشی بیان

د خارجه پالیسۍ ایډوائزری کونسل جوړ شوې كوم به چې د خارجه پالیسۍ په حقله خپلې  رائې وركوي ٬ ایډوائزری کونسل په ښو تجربه لرونكو كسانو مشتمل دے په دې كښې پخواني سفيران او فارن سیکتران هم شامل دي د خارجه وزير شاہ محمود قریشی بیان

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز28دسمبر 2018ء) د بهرنيو چارو وزير شاہ محمود قریشی وئيلي دي د خارجه پالیسۍ ایډوائزری کونسل جوړ شوے كوم به چې د خارجه پالیسۍ په حقله بې پرې رائې وركوي۔د جمعې په ورځ د کونسل جوړيدو نه پس خارجه وزير خپل يو بیان كښې وئيلي دي دا ایډوائزری کونسل په ښو تجربه لرونكو كسانو مشتمل دے او په دې كښې پخواني سفيران او فارن سیکتران هم شامل دي٬ دا ټول سفارتکار به د خپلې پراخه تجربې په بنياد رائې وركوي۔

ده ووئېل دې نه ځانله مونږ د تدریسی څانګې سره تعلق لرونكو د هېواد نامتو پوهنتونو څخه هم پوهان پھ دې كښې شامل كړې دي دغسې چې دغه پوهان په خپلو پوهنتونونو كښې د مستند تحقیق په نتيجو زمونږ خارجه پالیسۍ ته ګټه ورسوي۔ده ووئيل داسې مسئلې كومو ته چې پام لرنه نه ده شوې لكه چې د قامی وسائلو په تسخیر كښې ولاړ خنډان، بيلې معاشی مسئلې او دې ته به مونږ پھ خاص توګه پام لرنه كوو او دې لپاره مونږ نړيوال شهرت لرونكې عادل نجم صاحب هم شامل كړې ۔

خارجه وزير ووئيل يو تنقید كوم چې زيات اوريدلې كېږي چې زمونږ خارجه پالیسی تل دفاع ته پام لرنه كوي او معاشی اړخونه نظرانداز کېږي دغه تنقید تر مخه مونږ داسې كسان شامل كړي كوم چې د معاشیات او تجارت څانګو سره تعلق لري۔ده هيله څركنده كړه چې د دغې پوهانو مشاورت او هدایاتو په رڼا كښې به د خارجه پالیسۍ د ټولو اړخونو احاطه كوي۔ دې لپاره مونږ فنانس، پلاننګ او د کامرس وزيرانو له هم د ګډون كولو بلنه وركړې۔

ده ووئيل مونږ نه يوازې خارجه دفتر بلكې د فارن سروس اکیډيمۍ اسلام آباد غوندې ادارې د کونسل سره تړلې دي ٬ ځكه چې زمونږ ښه سفارتکار د دې ادارې څخه عملی تربیه ترلاسه كوي دغسې مونږ د خارجه پالیسۍ تګلارې په اړه مشاورت له د انسټيټیوټ آف استراتيجك اسټډیز ډائریکټر جنرل هم په دې ایډوائزری کونسل كښې شامل کړې دې۔ ده ووئيل ډير زر به د ایډوائزری کونسل غونډه راوبللې شي چې پكښې به ټول مرتب کړې قواعد او ضوابط وړاندې كړې شي او دې نه پس به د غونډو دا سلسله تواتر سره روانه وي۔ده وضاحت کولو سره ووئيل دا ټول پوهان به خپل خذمات په رضاکارانه توګه ترسره كوي او دې سره به په سرکاری خزانه هيڅ ډول بوج نه راځي۔