د ملزم اوريدلو نه غير هم د هغه نامه په ای سی اېل اچولې كيدې شي، بايد د احتساب عمل دغسې مخ پھ وړاندې لاړ شي، د قانون او انصاف وفاقی وزیر بیرسټر ډاکټر فروغ نسیم

د ملزم اوريدلو نه غير هم د هغه نامه په ای سی اېل اچولې كيدې شي، بايد د احتساب عمل دغسې مخ پھ وړاندې لاړ شي، د قانون او انصاف وفاقی وزیر بیرسټر ډاکټر فروغ نسیم

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز28دسمبر 2018ء) د قانون او انصاف وفاقی وزیر بیرسټر ډاکټر فروغ نسیم وئيلي دي جسټس اے آر کارنیلئس يو ښه شخصیت ؤ او دې سره سره د قانون علمبردار ؤ، د ملزم اوريدلو نه غير هم د هغه نامه په ای سی اېل اچولې كيدې شي، بايد د احتساب عمل په دې ډول مخ پھ وړاندې لاړ شي، حکومت به هر هغه ګام پورته كوي چې ورسره د قانون او انصاف سر لوړي كېږي۔

د دې خیالاتو څرګندونه ده د جمعې پھ ورځ د اسلامی نظریاتی کونسل او انسټی ټیوټ آف پالیسی سټډیزد سيورې لاندې د ''جسٹس اے آر کارنیلئس د پاکستان نظام عدل كښې خذمات او کار نامې '' په سرخط سیمینار ته خطاب کښې وكړه۔ په دې موقع سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشر سناتور راجه ظفرالحق، د اسلامی نظریاتی کونسل چئیرمین ډاکټر قبله ایاز، د سپریم کورټ بار پخوانې صدر حامد خان او نورو هم خطاب وكړو۔

وفاقی وزیر ووئيل جسټس اے آر کارنیلئس د قانون علمبردار او يو ښھ شخصیت ؤ۔ ده ووئيل جسټس صاحب د عیسائی مذهب پیروکار ؤ خو هغه به اسلامی قوانین خوښول كله به چې د هېواد څخه بهر تللو نو هلته به ئې کمیونټی ته وئيل چې اسلامی نظام عدل يو ښه نظام دے ځګه چې په دې كښې اسلامی سزاګانې دي چې له امله ئې د جرمونو شرح هم كمه ده۔ ده ووئيل د جسټس اے آر کارنیلئس د شخصیت مهمه خبره دا وه چې هغه به د پريكړې پھ وخت نه يريدلو ځكه هغه د خپلې ایماندارۍ په وجه مشهور ؤ۔ ده ووئيل ما د جسټس صاحب ځينو پريكړو او نظریات سره اختلاف هم لرلو۔