د راتلونكو څو ورځو په مهال به د هېواد په زياتره سيمو كښې د خشك ٬ يخ موسم او په ځينو سيمو كښې د باران امكان دے۔ د موسميات محكمه

د راتلونكو څو ورځو په مهال به د هېواد په زياتره سيمو كښې د خشك ٬ يخ موسم او په ځينو سيمو كښې د باران امكان دے۔ د موسميات محكمه

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز28دسمبر 2018ء) د موسميات محكمې وئيلي دي د راتلونكو څو ورځو په مهال به د هېواد په زياتره سيمو كښې د خشك ٬يخ موسم او په ځينو سيمو كښې د باران امكان دے۔ په شمالي سيمو كښې د ساړه شدت په ځائ پاتې كېدو امكان دے۔ د موسميات محكمې راپور له مخې د پنجاب په مېداني سيمو ٬ بره سندھ او پېښور ډويژن كښې د شپې او سهار په وخت د لړې امكان دے۔ د راپور له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم خشك او يخ و٬ د پنجاب په مېداني سيمو او پېښور كښې لړه وه۔