د معاشي سفارتکارۍ غوره استعمال آمدات زياتولو ، د زرمبادلې پانګې زياتولو ، د ادائیګو توازن كښې ښه والې او خپل مصنوعات لپاره نوې منډيۍ لټون كښې مرستياله ګرځيدې شي، معاشی بحالۍ او اقتصادی پرمختګ ته حکومت پام لرنه كوي،پاکستان به تر كال 2050م 16م لوے معیشت جوړ شي خارجه وزير شاہ محمود قرېشی د معاشی سفارتکارۍ په اړه دوه ورځني کنفرنس ته خطاب

د معاشي سفارتکارۍ غوره استعمال آمدات زياتولو ، د زرمبادلې پانګې زياتولو ، د ادائیګو توازن كښې ښه والې او خپل مصنوعات لپاره نوې منډيۍ لټون كښې مرستياله ګرځيدې شي، معاشی بحالۍ او اقتصادی پرمختګ ته حکومت پام لرنه كوي،پاکستان به تر كال 2050م 16م لوے معیشت جوړ شي خارجه وزير شاہ محمود قرېشی د معاشی سفارتکارۍ په اړه دوه ورځني کنفرنس ته خطاب

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز27دسمبر 2018ء) خارجه وزير شاہ محمود قریشی معاشی سفارت کاری د وخت مهم ضرورت ګرځولو سره وئيلي چې د اقتصادی سفارتکارۍ ښه استعمال آمدات زياتولو ، د زرمبادلې پانګې زياتولو ، د ادائیګو توازن كښې ښه والې او خپل مصنوعات لپاره نوې منډيو لټون كښې مرستياله ګرځيدې شي،معاشی بحالۍ او اقتصادی پرمختګ ته حکومت پام لرنه كوي،پاکستان به كال تر 2050م 16م لوئ معیشت جوړ شي۔

ده دا خبرې د زيارت پھ ورځ د معاشی سفارتکارۍ په اړه دوه ورځني کنفرنس ته په خپل خطاب کښې وكړه۔ په دې مهال د خزانې وزیر اسد عمر، د وزیراعظم د تجارت خاص سلاحكار عبدالرزاق داؤد، مهمو هېوادونو كښې تعینات سفیرانو، د نجی او سرکاری څانګې او حکومتی ادارو نمائندګانو او نورو اعلیٰ چارواكو کنفرنس كښې ګډون كولو۔ خارجه وزير ووئيل پاکستان انسانی او قدرتی وسائل لرونكې هېواد دې، زمونږ د نيمې څخه زياته آبادي د 25 كلونو څخه كم عمره ده، پاکستان مينځنۍ اسياﺀ ، چین او مينځنې ختيز يو بل سره تړي، د سی پیك ترمخه خاص اقتصادی زونز جوړ شوې ، د سېلګرۍ موقعو پھ اړھ هم پاکستان يو جلا حیثیت لري،مونږ له به خپل وسائل په ښھ ډول كارول وي او داسې څھ وجه نشته چې پاکستان په پرمختګ كښی شاته پتې شي۔

ده ووئيل مونږ له به نړيوالو منډيو كښې د خپل مصنوعات مسابقت زياتول وي او خپل مصنوعاتو له به نوې منډۍ لټول وي۔ خارجه وزير ووئيل د جدید مصنوعات جوړولو په څانګه سرمایه کاري كول وي۔ د کنفرنس مقصد د معاشی ډپلومیسی ایجنډا تر نظر ساتلو سره د داسې عوامل جاج اخستل دي د كومو كارولو سره چې د سرمایه کارۍ او تجارت حجم زيات شي۔ده ووئيل په ټوله نړۍ كښې هغه معیشتونه د سوكالۍ او پرمختګ منزل ترلاسه كولې شي كومو چې تخلیقی انداز اختیار کړې ۔

خارجه وزير ووئيل د قامی پرمختګ د ایجنډې مقصد ترلاسه كولو له به مونږ له د خپلې سفارتی مشینرۍ صلاحیتونه په ښه ډول كښی كارول وي او سيمه ايزو او نړيوالو رابطو له به وده وركول وي۔ ده ووئيل معاشی سفارت کاری د وخت ضرورت دې۔ خارجه وزير ووئيل د حکومت د 100 ورځو کارکردګی زمونږ د ترجیحاتو څرګندونه ده۔په دې ان سو دن میں ہم اپنے کلیدی ورځو كښې د اتحادیانو ملاتړ ترلاسه كولو كښې بريالې شوې يو او په سمدستي توګه د ادائیګو توازن په اړه چې د كومو ستونزو سره مخ ؤ ،په هغې مو قابو موندلې دې۔

خارجه وزير ووئيل لوے څښتن پاکستان له ښه نعمتونه او رحمتونه وركړې دي، زمونږ د قام عزم، افرادی قوت، د زياتو وسائلو لرل د دې خبرې متقاضی دې چې مونږ ښه تګلاره جوړولو سره مخ پھ وړندې لاړ شو۔ ده ووئيل پاکستان د خپلې رقبې په لحاظ سره د فرانس او المان برابر رقبه لري۔ دغسې كه د برتانيې سره موازنه وكړې شي نو پاکستان يو په درې زياته رقبه لري۔

ده ووئيل پاکستان د آبادۍ په لحاظ سره د نړۍ م لوے هېواد دې۔ خارجه وزير ووئيل د 194 پوهنتونونو لرلو سره پاکستان كښی زياته شميره كښې د ډاكټران ، انجینئران او تربیت یافته پیشه وره قابلیت لرونكې كسان شته كوم چې نه يواځې د پاکستان په معیشت كښې خپله برخه شاملولې شي بلکه په نړيوال معیشت كښې هم خپل مثبت کردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د نړۍ مهمو ځايونو لرلو په وجه پاکستان د نړۍ د درې ښه سيمو او معاشی قوت تر مرکزونو رسنې جلا ذریعه ده۔ده ووئيل د توان پيداوار او لګښت په لحاظ پاکستان نن هم د نړۍ م لوئ معیشت دې ۔ تر كال 2030ء د پرائس واټر هاو س کوپرز پراجیکټس پاکستان په نتيجه كښې مونږ د نړۍ 20م لوئ معیشت جوړ شو دغسې تر كال 2050م به 16م لوئ معيشت جوړ شي۔