حكومت د سي پېك له مخې د پاكستان زرعي څانګې ته نوې ټېكنالوجي وركولو لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوي۔ د سي پېك سېكرټرېټ

حكومت د سي پېك له مخې د پاكستان زرعي څانګې ته نوې ټېكنالوجي وركولو لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوي۔ د سي پېك سېكرټرېټ

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز27دسمبر 2018ء) حكومت د سي پېك له مخې د پاكستان زرعي څانګې ته نوې ټېكنالوجي وركولو لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوي۔ د سي پېك سېكرټرېټ ذريعو اے پي پي ته ووئيل چې حكومت د كركيلې څانګه په نړيواله كچه مقابلې كولو لپاره د تيارولو په لړ كښې هڅې كوي او دې څانګې ته جديد ټېكنالوجي وركولې شي۔ دې اقداماتو سره به پېداوار زيات شي او د كروندګرو امدن به هم زيات شي۔

د كوم هم هېواد په پرمختګ كښې د كركيلې څانګه د ملا د تير حيثيت لري۔ د ذريعو له مخې په راتلونكي وخت كښې به د پاكستان او چين زرعي مرسته په ځانګړې توګه زياته شي۔ د دې څانګې پرمختګ سره به نه يوازې په پاكستان كښې د روزګار نوې موقعې پېدا شي بلكې دا څانګه به د برآمداتو زياتولو يوه مهمه ذريعه هم وګرځي۔