اولس مشر ډاكټر عارف علوې د اېن آئي اېچ دوره د پروفېسر بریګیډېئر عامر اکرام اېن آئي اېچ كښې د روانو اصلاحاتو او د پېښو چېلنجونو پحقله تفصيلي بريفنګ د روغتيا د قامي ادارې كردار د صحت په لړ د حكومتي هدفونو تر سره لپاره مهم دے ٬

اېن آئي اېچ د نړيوال معيار سره سمولو لپاره به ټول وسائل كارولې شي، د صحت قامي اداره په نړۍ كښې د پاكستان پېژندګلې ده٬ په اېن آئي اېچ كښې د اعلٰې معيار تحقيقي كار روان دے۔ عامر محمود کیاني

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز26دسمبر 2018ء) د قامې روغتيا وفاقې وزير عامر محمود کیاني وئيلي دي د روغتيا د قامي ادارې كردار د صحت په لړ كښې د حكومتي هدفونو تر سره كولو لپاره مهم د ے٬ اېن آئي اېچ د نړيوال معيار سره سمولو لپاره به ټولې اسانۍ كارولې شي، د صحت قامي اداره په نړۍ كښې د پاكستان پېژندګلې ده ٬ په اېن آئي اېچ كښې د اعلٰې معيار تحقيقي كار روان دے۔

دا خبرې وفاقي وزير د شورو په ورځ د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د نېشنل انسټي ټيوټ آف هېلت دورې په مهال كړې۔ په دې موقع پروفېسر بریګیډېئر عامر اکرام په اېن آئي اېچ كښې د روانو اصلاحاتو او د پېښو چېلنجونو پحقله تفصيلي بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل په اداره كښې د اصلاحاتو لړۍ روانه ده٬ د قامي ادارې پرمختګ سره به د صحت په څانګه او د اولس په صحت ښه اثرات مرتې شي۔

ده ووئيل اوه كاله پس قامي ادارې د شري واكسين جوړول په اپرېل كال 2018 كښې بيا پېل كړې او تر اوسه لس لكه خوراكونه جوړ كړې شوې او تر جون كال 2019 به نور 20 لكه واكسين جوړ كړې شي۔ بریګېډیئر عامر اکرام ووئيل د مار چيچلو ترياق جوړولو لپاره د خپل يوعيت غوره لېب جوړولو كار روان دے كوم چې به په مارچ كال 2019 كښې پېداوار پېل كړي او دا به د نړيوال معيار ترياق او واكسين جوړونكې د پاکستان په سركاري توګه وړومبې لېب وي او په دې لېب كښې به د يو لك 50 زره وائلز جوړولو ګنجائش وي۔

د دې لېب جوړېدو سره به پاكستان نه يوازې په كورنۍ توګه بلكې ګاٶنډي هېوادونو ته هم د مار چيچلو واكسين برآمد كولې شي ۔ بریګېډیئر عامر اکرام ووئيل د الرجي ،ټائیفائیډ او د هېضې واكسين جوړولو لېب هم اپ ګرېډ كوٶ دغسې چې د ډبليو اېچ او د نوي معيار له مخې د واكسين جوړول عملي كړې شي ۔ عامر اکرام زياته كړه چې د صحت قامي اداره به د قامي هيلو له مخې كار كوي۔