آصف زرداري د 30 كلونو د سازشونو ښكار دے۔ ډاكټر نفيسه شاه

آصف زرداري د 30 كلونو د سازشونو ښكار دے۔ ډاكټر نفيسه شاه

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز26دسمبر 2018ء) د پيپلز ګوند د اطلاعات سېكترې نفيسه شاه وئيلي دي آصف زرداري د 30 كلونو نه د سازشونو ښكار دے۔ د پيپلز ګوند د اطلاعات سېكترې وئيلي دي د جے آئي ټي راپور فرمائشي راګ دے ٬ اولس د رښتيا او دروغو فرق كولې شي۔ د شهيد بهټو او د بي بي شهيدې په ضد هم داسې كمپائن چلول شوے و۔ هغې ووئيل د سياسي انتقام او مېډيا ټرائل به مقابله كوو۔