د منصوبه بندې وزارت د بشري حقونو ډويژن پرمختيائي چارو لپاره 2 كروړه 3 لكه روپې جاري كړو

د منصوبه بندې وزارت د بشري حقونو ډويژن پرمختيائي چارو لپاره 2 كروړه 3 لكه روپې جاري كړو

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز26دسمبر 2018ء) د منصوبه بندې٬ پرمختګ او اصلاحات وزارت د روان مالي كال په مهال د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام له مخې د بشري حقونو ډويژن پرمختيائي چارو لپاره 2 كروړه 3 لكه روپې جاري كړې۔ حكومت د روان مالي كال په مهال د دې ډويژن پرمختيائي چارو لپاره 3 كروړه 50 لكه روپې فنډ بېل كړے۔ د پلاننګ كميسون لخوا جاري شوو شمېرو له مخې حكومت په اسلام آباد كښې د بشري حقونو قامي ادارې جوړولو لپاره 71 لكه روپې٬ اېكشن فار هيومن رائټس لپاره 46 لكه روپې او د بشري حقونو په وزارت كښې اداره جاتي اصلاحاتو لپاره 86 لكه روپې فنډ جاري كړې دي۔