په نواز شريف او زرداري كېسونه زمونږ حكومت نه د دوي خپلو پخوانو حكومتونو جوړ كړي٬په عدالتي پرېكړه نواز شريف قامي مجرم ثابت شوے او د هغه سياسي سباؤن له مېنځه تللې٬

د هېواد دولت لوټ كوونكو د نورو كرپټ عناصرو انجام هم د زندان تورې تنبې دي۔ د رېلوے وفاقي پارلماني سېكتر او د پي ټي آئي مركزي ډپټي جنرل سېكرټري ميا فرخ حبيب د ګوند مشرانو ٬ كاركنانو او مېډيا سره خبرې

فېصل آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز26دسمبر 2018ء) د رېلوے وفاقي پارلماني سېكتر او د پي ټي آئي مركزي ډپټي جنرل سېكرټري ميا فرخ حبيب وئيلي دي په نواز شريف او زرداري كېسونه زمونږ حكومت نه د دوي خپلو پخوانو حكومتونو جوړ كړي وو٬ عدالتي پرېكړې سره نواز شريف قامي مجرم ثابت شوے او د هغه سياسي سباؤن له مېنځه تللې دے ٬ د هېواد د دولت لوټ كوونكو نورو كرپټ عناصرو انجام هم د زندان تورې تنبې دي۔

د شورو په ورځ د ګوند مشرانو٬ كاركنانو او مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د نواز شريف په ضد د احتساب عدالت پرېكړه د اولس د هيلو له مخې ده او دا خبره څرګندو جې د اوس به د كرپشن بې تاجه بادشاهانو ته په يو صورت هم بخښنه نه كېږي۔ ده ووئيل د پي ټي آئي حكومت د هېواد وقار او عزت بحالولو لپاره د قائداعظم د افكارو په رڼا كښې لائحه عمل ترتيب كولو سره مخ په وړاندې روان دے۔

ده ووئيل د قائداعظم په پاكستان كښې كرپټ عناصرو لپاره هېڅ ځائ نشته ځكه هېواد لوټ كوونكي به خپلې سزاګانې ضرور تېروي ۔ ده ووئيل پاكستان تحريك انصاف د سترې محكمې پشمول د ټولو عدالتونو احترام كوي او په هېواد كښې د قانون سرلوړې پشمول د فرق نه غېر احتساب غواړي۔ ده ووئيل د عمران خان په مشرې كښې مونږ پاكستان داسې هېواد جوړول غواړو چې چرته د پاكستانيانو لپاره د سزا او جزا قانون يو وي۔

ده ووئيل مونږ به داسې پاكستان جوړوو چرته چې په هېواد كښې اوسېدونكي ټول پاكستانيان برابر حقوق لري۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان پاكستان يو خوشحال او پرمختللې هېواد جوړول غواړي او دې لپاره د هغه لخوا د سختو اقداماتو كولو پرېكړه شوې۔ ده ووئيل د پخواني حكومت د غلطو پالېسو او د كرپشن له امله پاكستان ستونزو سره مخ شوے و او په معاشي توګه غېر مستحكم شوے خو وزيراعظم عمران خان هېواد د معاشي ستونزو نه رابهر كړو او په پاكستان ئې د بهرنيو هېوادونو باور جوړ كړو۔