د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې پاكستان په سم پلو روان شوے۔ ارشد داد

د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې پاكستان په سم پلو روان شوے۔ ارشد داد

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز25دسمبر 2018ء) د پاكستان تحريك انصاف مركزي عمومي سېكتر ارشد داد وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې پاكستان په سم پلو روان شوے٬ د نړۍ په قومونو كښې دلاسه وركړي مقام بېرته ترلاسه كولو يواځنې لار د قائداعظم محمد علي جناح لخوا په وضع كړې شويو اصولو كښې ده۔ د ګوند د مېډيا مركزي څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې د پاكستان تحريك انصاف مركزي عمومي سېكتر ارشد داد ووئيل چې د معاشي ناهموارو د پېچلي چېلنج د مخ نيوي تدبير د قائداعظم د اسلام د معاشي نظام په تشريح كښې پټ دے۔

ده ووئيل چې تحريك انصاف به د رياست نظام نه بلكې د سياست كاروبار به هم د قائد په نظرياتو مزين كړي۔ ده ووئيل چې پاكستان به د قائد د تصور په رڼا كښې جديد اسلامي فلاحي هېواد جوړ كړو۔