په 25م دسمبر د قائداعظم او كرسمس ورځې په موقع د عامې رخصتۍ له امله ټولې سركاري او نيم سركاري ادارې بند وې

په 25م دسمبر د قائداعظم او كرسمس ورځې په موقع د عامې رخصتۍ له امله ټولې سركاري او نيم سركاري ادارې بند وې

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز25دسمبر 2018ء) د دسمبر په 25مه نېټه د نهې په ورځ د قائداعظم او كرسمس ورځې په موقع په ټول هېواد كښې عامه رخصتي وه چې له امله ئې ټولې سركاري ٬ نيم سركاري ٬ بانكونه ٬ سټاك اېکسچېنجز او چېمبرز آف کامرس بند وو۔ دغسې په عدالتونو كښې هم په دغه ورځ عامه رخصتي وه۔ د پاكستان باني او د قام بابا قائداعظم محمد علي جناح د زیږېدنې ورځې او كرسمس په موقع د هېواد په بېلا بېلو ښارونو كښې دستورې وشوې۔ قامي بېرغونه هسك كړې شول۔ په دې موقع به بېلا بېلو ښارونو كښې د كرسمس په اړه هم خصوصي دستورې وشوې۔