د راتلونكو دوه دريو ورځو په مهال به د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم خشك او يخ وي۔ د موسمياتو محكمه

د راتلونكو دوه دريو ورځو په مهال به د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم خشك او يخ وي۔ د موسمياتو محكمه

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز25دسمبر 2018ء) د موسمياتو محكمې وئيلي دي چې د راتلونكودوه دريو ورځو په مهال به د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم خشك او يخ وي٬ په شمالي سيمو كښې د ساړه شدت په ځائ پاتې كېدو امكان دے۔ د موسمياتو محكمې راپور له مخې د پنجاب په مېداني سيمو ٬ بره سندھ او پېښور ډويژن كښې د شپې او سهار په وخت د لړې امكان دے۔ د راپور له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم خشك او يخ و٬ د پنجاب په مېداني سيمو او پېښور كښې لړه وه۔