پاكستان په كابل كښې په سركاري ودانې د ځانمرګي بريد او د ډزو غندنه وكړه د غم په دې وخت كښې خپلو افغان وروڼو او حكومت سره يو۔ د خارجه دفتر وياند

پاكستان په كابل كښې په سركاري ودانې د ځانمرګي بريد او د ډزو غندنه وكړه د غم په دې وخت كښې خپلو افغان وروڼو او حكومت سره يو۔ د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز25دسمبر 2018ء) پاكستان په كابل كښې د ګل په ورځ په سركاري ودانې د ځانمرګي بريد او د ډزو سخته غندنه كړې۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې پاكستان په بريد كښې د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره غمرازي او د ژوبل شويو روغتيا لپاره دعا كوي۔ پاكستان د غم په دې وخت كښې خپلو افغان وروڼو او حكومت سره دے۔ مونږ د شريك دښمن ترهګرې خاتمې لپاره د افغانستان د عملياتو د ملاتړ پخلې كوو۔ د يادنې وړ ده چې په دې بريد او ډزو كښې 40 كسان په حق رسېدلي او ګڼ شمېر ژوبل شوي وو۔