د باني پاکستان د " ایمان، اتحاد، تنظیم" ځالانده اصولو پېروۍ ته اړتيا ده ٬ قام دې د ټولنې څخه د انتها خوښۍ٬ ترهګرۍ او د بدعنوانۍ لعنتونو نجات لپاره خپلو صفونو كښې اتحاد پېدا كړي٬

د دې عزم تجدید دې وكړې شي چې مونږ د قائداعظم د وژن په رڼا كښې به د هېواد خدمت لپاره په انفرادي او اجتماعي توګه ډېر محنت كوٶ۔ د ډاکټر عارف علوي د بابائے قوم قائداعظم محمد علی جناح 142مې سالګرې په موقع پېغام

د باني پاکستان  د

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز24دسمبر 2018ء) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د باني پاکستان د " ایمان، اتحاد، تنظیم" ځالانده اصولو په پېروۍ كولو زور رواړلو سره وئيلي دي چې قام دې د ټولنې څخه د انتها خوښۍ٬ ترهګرۍ او د بدعنوانۍ لعنتونو نجات لپاره خپلو صفونو كښې اتحاد پېدا كړي٬ د دې عزم تجدید دې وكړې شي چې مونږ د قائداعظم د وژن په رڼا كښې به د هېواد خدمت لپاره په انفرادي او اجتماعي توګه ډېر محنت كوٶ۔

اولس مشر دا خبرې د بابائے قوم قائداعظم محمد علی جناح 142مې سالګرې په موقع خپل پېغام كښې وكړې۔ ده ووئيل دا مونږ ټولو لپاره د خوشحالۍ٬ جمهوريت٬ روشن خيالي٬ د آئين سرلوړۍ او د حكومت حكمرانۍ لپاره د لوړو تصوراتو سره د خپل تړون د پخلي موقع ده كوم چې زموبږ عظیم لارښود خپل ټول ژوند كښې مقدم ساتلي ٶ۔ ډاكټر عارف علوي ووئيل قائداعظم محمد علی جناح په ناموافق حالاتو كښې د نيمې وچې مسلمانان يو موټې او د يو قام په حېث راجمع كړل او دوي لپاره ئې يو جلا او خپلواكۍ هېواد ترلاسه كړو چرته چې ھغوي د خپل دود دستور او رواياتو له مخې ژوند وكړې شي۔

ده ووئيل د لوي څښتن په فضل زمونږ هېواد بابائے قوم د تصوراتو په رڼا كښې د پرمختګ او سوكالۍ په لاره روان شوے۔ ده ووئيل نن مونږ نه يوازې خپل عظيم لارښود ته پېرزونې وړاندې كوٶ بلكې د دوي په تعليماتو د خپل باور تجديد هم كوٶ۔