ایماندارۍ سره مې د هېواد او اولس خدمت كړې٬ حوصله پرېښودل پكار نه ده ٬ چې عزم لوړ او قوي وي نو حوصله ولې پرېږدم۔ د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف په احتساب عدالت كښې ميډيا سره غېر رسمي خبرې

ایماندارۍ سره مې د هېواد او اولس خدمت كړې٬ حوصله پرېښودل پكار نه ده ٬ چې عزم لوړ او قوي وي نو حوصله ولې پرېږدم۔ د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف په احتساب عدالت كښې ميډيا سره غېر رسمي خبرې

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز24دسمبر 2018ء) پخواني وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي چې ایماندارۍ سره مې د هېواد او اولس خدمت كړې ٬ كرپشن او د اختياراتو مې ناجائز استعمال نه دې كړې٬ حوصله پرېښودل پكار نه ده ٬ چې عزم لوړ او قوي وي نو حوصله ولې پرېږدم۔ د ګل په ورځ په احتساب عدالت كښې د رېفرنسز د پرېكړې نه پس ميديا سرپه غېر رسمي خبرو كښې پخواني وزيراعظم يو څو شعرونه ولوستل۔

پخواني وزیراعظم ووئيل حوصله لوے څښتن وركوي٬ حوصله پرېښودل پكار نه ده ٬ چې عزم لوړ او قوي وي نو حوصله ولې پرېږدم۔ د يو خبريال په پوښتنه چې آيا مريم نواز پرېكړه اورېدو لپاره راتلل غوښتل په ځواب محمد نوازشریف ووئيل آو جي ٬ مريم ته ما ووئيل چې مه راځۍ ته به پرېشانه شې ٬ مريم ته مې ووئيل چې ته مې مور سره پاتې شه۔ د يوې پوښتنې په ځواب پخواني وزیراعظم ووئيل مريم تر ننه خپله موره مس كوي۔ د دې نه وړاندې د احتساب عدالت ته په راتګ د مسلم ليګ لارښودو سره په ملاقات كښې محمد نواز شریف ووئيل چې ایماندارۍ سره مې د هېواد او اولس خدمت كړې٬ حوصله پرېښودل پكار نه ده ٬ كرپشن او د اختياراتو مې ناجائز استعمال نه دې كړې٬ اميد لرم چې انصاف به ترلاسه شي۔