يادګيرنه:دا خبرې دې د دسمبر د 25مې نېټې د سهار نه وړاندې خپور نه كړې شي۔مننه حكومت د اقليتونو د حقونو تحفظ سره سره دوي ته خپل صلاحيتونه د هېواد پرمختګ لپاره د كارولو برابرې موقعې وركوي۔د مذهبي چارو او د مذهبونو د همغږۍ وفاقي وزير پير نورالحق قادري د كرسمس په موقع پېغام

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز24دسمبر 2018ء) د مذهبي چارو او د مذهبونو د همغږۍ وفاقي وزير پير نورالحق قادري وئېلي دي چې حكومت د اقليتونو د حقونو تحفظ سره سره دوي ته خپل صلاحيتونه د هېواد پرمختګ لپاره د كارولو برابرې موقعې وركوي۔د كرسمس پھ موقع پھ خپل پیغام كښې ده ووئيل چې د ټولو عقيدو د خلكو ترمينځه همغږي پېدا كولو لپاره پالېسۍ جوړې كړی شويدي۔

ده ووئيل چې د تېر وخت پشان سږ كال هم ښه ډول كرسمس لمانځلې شي۔په دې خاص ورځ د خپل ځان او ټول هېواد لخوا پھ پاكستان كښې اوسېدونكو مسيحي وروڼو ته په خاص توګه او په نړۍ كښې اوسېدونكو ټولو عيسايانو ته د كرسمس مباركي وائيم۔ده ووئيل چې يسوع مسيح د لوے څښتن په لويو پیغمبرانو كښې يو و٬ده انسانيت سره د محبت٬امن٬زغم او قربانۍ پیغام وركړې۔ده ووئيل چې قائداعظم محمد علي جناح د پاكستان جوړیدو پھ وړومبۍ ورځ د مساواتو آزادۍ او د سلامتيا د پالېسۍ اعلان كړی و۔

په پاكستان كښې اوسېدونكي اقليتونه آزادي لري۔د پاكستان آئين د دوي د حقونو تحفظ وركوي۔ده ووئيل چې د خوشحالۍ په دې ورځ خپلو عيسايانو وروڼو ته د زړه نه مباركي وركوم او باور لرم چې دوي به په پاكستان كښې امن٬پرمختګ او د خوشحالۍ ودې لپاره خپل كردار جاري وساتي۔