نواز شريف ته په پارليمان٬قوم٬ستره محكمه٬جے آئي ټي او احتساب عدالت كښې پاكستان ته د راوړلې شوې پيسو په جائز نه ثابت كېدو 7 كاله د قيد او 25 ملين ډالر او يو نيم ارب د جرمانې سزا شوې٬عدالت په فليګ شپ ريفرنس كښې د بچو په مفرور كېدو پھ تكنيكي بنيادونو نواز شريف بري كړې٬نواز شريف ته خپله صفائي وړاندې كولو لپاره قوم ته د وېنا

٬پارليمان ته د وېنا او په ستره محكمه كښې د اورېدنې پھ مهال د صفائۍ او د احتساب په عدالت كښې د دفاع مكمل موقع وركړی شوې خو ده يو ځاې هم خپلې پيسې جائز ونه ګرځولې شوې٬د نواز شريف او آصف علي زرداري كوم سياسي مستقبل نشته٬دواړه سياسي ګوندونه ماتېږي٬نن ډېره مهمه او تاريخي ورځ ده پھ كومه كښې چې د دوه لويو سياستدانانو د كرپشن كيسونه ايكسپوز شوي۔د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د وزيراعظم د احتساب خاص مرستيال شهزاد اكبر سره يوځاې خبري كنفرنس ته وېنا

نواز شريف ته په پارليمان٬قوم٬ستره محكمه٬جے آئي ټي او احتساب عدالت كښې پاكستان ته د راوړلې شوې پيسو په جائز نه ثابت كېدو 7 كاله د قيد او 25 ملين ډالر او يو نيم ارب د جرمانې سزا شوې٬عدالت په فليګ شپ ريفرنس كښې د بچو په مفرور كېدو پھ تكنيكي بنيادونو نواز شريف بري كړې٬نواز شريف ته خپله صفائي وړاندې كولو لپاره قوم ته د وېنا
٬پارليمان ته د وېنا او په ستره محكمه كښې د اورېدنې پھ مهال د صفائۍ او د احتساب په عدالت كښې د دفاع مكمل موقع وركړی شوې خو ده يو ځاې هم خپلې پيسې جائز ونه ګرځولې شوې٬د نواز شريف او آصف علي زرداري كوم سياسي مستقبل نشته٬دواړه سياسي ګوندونه ماتېږي٬نن ډېره مهمه او تاريخي ورځ ده پھ كومه كښې چې د دوه لويو سياستدانانو د كرپشن كيسونه ايكسپوز شوي۔د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د وزيراعظم د احتساب خاص مرستيال شهزاد اكبر سره يوځاې خبري كنفرنس ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز24دسمبر 2018ء) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي چې نواز شريف ته په پارليمان٬قوم٬ستره محكمه٬جے آئي ټي او احتساب عدالت كښې پاكستان ته د راوړلې شوې پيسو په جائز نه ثابت كېدو 7 كاله د قيد او 25 ملين ډالر او يو نيم ارب د جرمانې سزا شوې٬عدالت په فليګ شپ ريفرنس كښې د بچو په مفرور كېدو پھ تكنيكي بنيادونو نواز شريف بري كړې٬نواز شريف ته خپله صفائي وړاندې كولو لپاره قوم ته د وېنا٬پارليمان ته د وېنا او په ستره محكمه كښې د اورېدنې پھ مهال د صفائۍ او د احتساب په عدالت كښې د دفاع مكمل موقع وركړی شوې خو ده يو ځاې هم خپلې پيسې جائز ونه ګرځولې شوې٬د نواز شريف او آصف علي زرداري كوم سياسي مستقبل نشته٬دواړه سياسي ګوندونه ماتېږي٬نن ډېره مهمه او تاريخي ورځ ده پھ كومه كښې چې د دوه لويو سياستدانانو د كرپشن كيسونه ايكسپوز شوي۔

ده دا خبرې د ګل په ورځ د وزيراعظم د احتساب خاص مرستيال شهزاد اكبر سره يوځاې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔وفاقي وزير ووئيل چې د ټهګ آف پاكسان كمپنۍ د نواز شريف او آصف علي زرداري كيسونه د اولس مخې ته راغلې دي۔ده ووئيل چې په اپرېل 2016 كښې پانامه سكينډل راغلې و چې پكښې 11 ملينه كاغذونه ليك شوي وو چې پكښې د پاكستان د لويې سياستدانانو جعلي آف شور كمپنۍ او جائيدادونه مخې ته راغلي او پكښې د نواز شريف نوم د لسټ په سر كښې وو۔

په ايون فيلډ آپارټمنټس كښې د نواز شريف جائيداد موجود دې٬د احتساب عدالت اوږدې اورېدنې٬د سترې محكمې پريكړې او د عمران خان سياسي هڅو آخر رنګ راوړو۔ده ووئيل چې احتساب عدالت په تكنيكي بنيادونو نواز شريف بري كړې۔عدالت وئېلي دي چې تر څو د ده دواړه زامن نه وي نيول شوي نو تر هغه وخته يوازې نواز شريف ته سزا نه شي وركولې كېدې۔ده ووئيل چې درې ځله وزيراعظم پاتې كېدونكې محمد نواز شريف وائي چې د ده بچي د برتانيې وګړې دي ځكه په دوي د پاكستان قانون نه لاګو كېږي۔

په اصل كښې نواز شريف د كمېشن پيسې بهر لېږلې او په دې به د ده بچو جائيدادونه اخستل او په دې كښې به يې څه پيسې بېرته نواز شريف ته رالېږلې۔ده ووئيل چې نواز شريف د دې كيس د اوريدنې ترسره كېدو ته نزدې عدالت ته خواست كړې و چې دا كيس دې كوم بل عدالت ته منتقل كړی شي ځكه چې دې جج وړاندې هم پريكړه كړې وه۔د اسلام آباد هائي كورټ دا خواست رد كړو خو د ټرائل كورټ جج د نور سماعت نه انكار وكړو او د دې نه پس كيس عدالت ته منتقل شو٬پنځلس مياشتې د دې كيس اورېدنه وشوه۔

په دې مهال 123 پيشۍ وشوې۔د العزيزيه مل ريفرنس پھ اړه چوهدري فواد حسېن ووئيل چې العزيزيه مل په 2001 كښې جوړ شوې٬په 2005 كښې دا مل بند شو او اتلس ورځې پس د هل مټل په نوم نوې مل جوړ كړی شو۔په زيان چلېدونكي د هل مټل خساره په 2010 كښې دوه نيم لكه ډالرو ته ورسېده او بيا چې كله ناڅاپي په پنجاب كښې د مسلم ليګ(ن)حكومت جوړېږي نو دا مل د سرو آګئ اچونكې چرګھ جوړه شي۔

دې مل پھ 2010 كښې دوه ملين ډالر بهر او 9 لكه ډالر نواز شريف ته رالېږلې دي۔تر 2015م 9 لكه ډالر نيغ په نيغه د واپډا ټاؤن د بانك په اكاؤنټ رالېږلې شوي۔ 9 لكه ډالر د مريم نواز ډرائيور٬خانسامه او د ګارډ په اكاؤنټ كښې رالېږلې شوي۔88 كروړه روپۍ د دې مل نه مريم نواز ته لېږل شوې دي او مريم نواز په دې ګران جائيدانونه اخستې دي٬ 1 ملين ډالر د 2010 نه تر 2015 پورې حسېن ته نواز ته منتقل شوي دي٬په پېل كښې تر 2015 پورې دا مل په خساره روان وو۔

هل مټل كمپني كاغذي كمپني وه په دې كښې په رښتيا نه كاروبار كېدو او نه كومه كارپورېټ ډهانچه وه٬دا ټول رقم د پاكستان ته د ترلاسه شوي كمېشن وو كوم چې اول بهر لېږلې كېدو او بيا د جائيدادونو اخستو نه پس چې كوم بچ كېدو بېرته به پاكستان ته رالېږلې شو۔ده ووئيل چې په 1992 كښې نواز شريف اقتصادي اصلاحات وكړل چې له مخې يې د بهر نه د راتلونكي رقم په اړه د ذريعې پوښتنه نه كېده۔

د دې معاملې بيخ ته د رسېدو لپاره د احتساب قومي بيورو په نېب ايكټ كښې سېكشن 9 معرفي كړو چې له مخې يې د بهر څخه يا ځان سره د موجوده پيسو زريعه جوړول لازمي ګرځول شوي دي۔په اصل كښې نېب د پخواني دور په حكومت كښې سياسي انتقام لپاره استعمال كړی شوې۔عمران خان كوم چې كله هم د هېواد وزيراعظم٬صدر٬وزير يا د اسمبلۍ غړې نه دې پاتې شوې د هغه څخه د 40 كلونو حساب وغوښتلې شو۔

عمران خان د 1983 رسيدونه هم وړاندې كړل او د خپل كيس دفاع يې وكړه او كامياب شو۔ده ووئيل چې په فليګ شپ ريفرنس كښې د نواز شريف د بري كېدو پريكړه نېب ته كول دي چې خواست به كوي يا نه۔په اصل كښې د فليګ شپ په ريفرنس كښې هم د پاكستان د اولس پيسه ده٬په اېف زيډ اي كمپنۍ كښې نواز شريف چيئرمېن وو٬مني لانډرنګ لپاره دا جعلي كمپني جوړه كړی شوې وه۔په كال 2016م كښې زمونږ حكومت نه و او نه د نېب چيئرمېن ټاكنه او قوانين مونږ جوړ كړي٬نه مونږ د نواز شريف جعلي اكاؤنټونه جوړ كړي او نه مو پكښې پيسې اچولې دي۔ده ووئيل چې سره د كرپشن ثابتېدو بايد د نواز شريف دفاع كونكي شرم وكړي٬د پاكستان د غيور اولس لوټلې شوې رقم به په هر صورت بېرته راوړو۔