په افغانستان كښې د امن عمل په مثبت انداز كښې مخ په وړاندې روان دې۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي

په افغانستان كښې د امن عمل په مثبت انداز كښې مخ په وړاندې روان دې۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز24دسمبر 2018ء) خارجه وزير شاه محمود قرېشي افغان مشرانو سره خپل ملاقاتونه ګټور ګرځولي او وئېلې يې دي چې په افغانستان كښې د امن عمل په مثبت انداز كښې مخ په وړاندې روان دې۔د ګل په ورځ د خپلې څلور ملكي دورې د وړومبي پړاؤ په ترسره كېدو په خپل ټوېټ كښې خارجه وزير په دوه ورځو كښې د څلورو بېلا بېلو هېوادونو د دورې په اړه ووئيل چې كال ختمېدو ته نزدې دې خو زمونږ رفتار هم نه دې كم شوې۔ده ووئيل چې د ده بل پړاؤ ايران دې٬سيمه ايزې رابطه كارۍ او اجتماعي سوچ ته د وده وركولو ضرورت دې۔خارجه وزير د څلور ملكي دورې په وړومبي پړاؤ د افغانستان دوره ترسره كولو نه پس ايران ته تللې٬هغه به چين او روسيې ته هم ځي۔