خارجه وزير شاه محمود قرېشي د څلورو هېوادونو دورې د وړومبنۍ پړاٶ په كاميابۍ ترسره كولو نه پس د افغانستان نه ايران ته لاړ

خارجه وزير شاه محمود قرېشي د څلورو هېوادونو دورې د وړومبنۍ پړاٶ په كاميابۍ ترسره كولو نه پس د افغانستان نه ايران ته لاړ

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز24دسمبر 2018ء) د كورنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د څلورو هېوادونو دورې وړومبنۍ پړاٶ په كاميابۍ سره تر سره كولو نه پس د افغانستان نه ايران ته تللې دے ۔ خارجه وزير به د خپلې دورې په دوېم پړاٶ كښې په تهران كښې د ايران لوړ پورې مشرانو سره مهم ملاقاتونه كوي۔ د دې نه وړاندې وفاقي وزير د څلورو هېوادونو خپلې دورې په وړومبي پړاٶ كښې د ګل په ورځ سهار كابل ته رسېدلې ٶ۔

د خارجه دفتر له مخې خارجه وزير افغان جمهور ريئس اشرف غني سره ملاقات كړې٬ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په دوه اړخيزه ٬ سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ خارجه سېكتره تهمینه جنجوعه او د وزارت اعلٰې چارواكي هم وزير سره وو۔ د د ې نه علاوه خارجه وزير د افغان خپل همڅنګ صلاح الدین رباني سره د پلاويو په كچه خبرې اترې كړې٬ چې پكښې دواړو ډلو د شريكې خوښې په چارو ٬ د افغانستان پرمختګ او سوكالۍ ٬ افغانستان كښې د امن په وضعه او د مذاكراتي عمل پشمول د دواړو هېوادونو د تجارتي او اقتصادي رابطو په وده خبرې وشوې۔

د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د افغانستان، ایران، چین او روسيې درې ورځنۍ دورې مقصد د دې هېوادونو اعلٰې قيادت سره د پاكستان په شريكو اړيكو د خيالاتو څرګندونه كول دي دغسې چې په بېلا بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته لا مستحكمه كړې شي۔