د احتساب عدالت پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف ته په العزيزيه ريفرنس كښې 7 كاله زندان سره د مشقت٬د 25 ملينه ډالرو جرمانې او لس كلونو لپاره د نااهلۍ سزا واوروله٬

دغسې پخوانې وزيراعظم په فليګ شپ انويسټمنټ ريفرنس كښې بري كړې شو٬د احتساب عدالت جج محمد ارشد ملك محفوظ كړې پريكړه واوروله٬په عدالت كښې د نېب چارواكو نواز شريف ونيولو

د احتساب عدالت پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف ته په العزيزيه ريفرنس كښې 7 كاله زندان سره د مشقت٬د 25 ملينه ډالرو جرمانې او لس كلونو لپاره د نااهلۍ سزا واوروله٬ 
دغسې پخوانې وزيراعظم په فليګ شپ انويسټمنټ ريفرنس كښې بري كړې شو٬د احتساب عدالت جج محمد ارشد ملك محفوظ كړې پريكړه واوروله٬په عدالت كښې د نېب چارواكو نواز شريف ونيولو

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز24دسمبر 2018ء) د احتساب عدالت پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف ته په العزيزيه ريفرنس كښې 7 كاله د زندان سره د مشقت٬د 25 ملينه ډالرو جرمانې او لسو كلونو لپاره د نااهلۍ سزا اورولې ده ٬پخوانې وزيراعظم په فليګ شپ انويسټمنټ ريفرنس كښې بري كړې شو٬د احتساب عدالت جج محمد ارشد ملك محفوظ كړې پريكړه واوروله٬ دغسې په عدالت كښې د نېب چارواكو نواز شريف ونيولو٬د احتساب عدالت جج محمد ارشد ملك د نېب په دائر كړو ريفرنسونو پريكړه د شورو په ورځ د دسمبر په 19مه نېټھ محفوظ كړې وه كومه چې ده د ګل په ورځ واوروله۔

په دې موقع د احتساب عدالت په خوا كښې د امنيت سخت انتظامات شوي وو۔د مسلم ليګ(ن)مشران او كاركنان د سهار نه د احتساب عدالت خوا ته رسېدلې وو۔د مسلم ليګ(ن)لارښود احسن اقبال٬مريم اورنګزېب٬پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي٬مهتاب عباسي او جاوېد هاشمي هم احتساب عدالت ته راغلي وو۔شاهد خاقان عباسي او ځينې نورو ليګي مشرانو ته عدالت ته د ننوتلو اجازه ورنه كړې شوه۔

پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف احتساب عدالت ته د تللو نه وړاندې خپل وكيل خواجه حارث سره ملاقات وكړو۔په دې موقع حمزه شهباز٬پروېز رشيد٬طلال چوهدري٬طارق فضل چوهدري او سندھ پخوانې ګورنر محمد زبير هم موجود وو۔د دې څخه وړاندې سترې محكمې په پانامه كيس كښې د جولائي په 28مه نېټھ كال 2017م كښې محمد نواز شريف نااهله ګرځولو سره د ده او د ده د اولاد په ضد د آمدن نه په زياتو اثاثو جوړولو د ريفرنس دائرولو حكم جاري كړې ؤ ۔

په دې عدالتي حكم د ستمبر په 8مه نېټھ كال 2017م كښې د پخواني وزيراعظم نواز شريف د هغه د بچو او د زوم كېپټن(ر) صفدر په ضد درې ريفرنسونه دائر كړی شوي وو۔احتساب عدالت نواز شريف ته د ستمبر په 19مه نېټھ كال 2017م كښې د وړاندې كېدو امر كړې ؤ ٬ چې پكښې هغه په وړومبي ځل د ستمبر په 26مه نېټھ د احتساب عدالت جج محمد بشير ته وړاندې شوې ؤ ۔په العزيزيه ريفرنس كښې 22 او په فليګ شپ كښې 16 ګواهان وړاندې شول٬د دواړو ريفرنسونو 183 اورېدنې وشوې او كاروائي 15 مياشتې پس يعني د ستمبر په 19مه نېټھ ترسره شوه۔

نواز شريف 130 ځله عدالت ته وړاندې شول٬ 15 ځله د زندان ته احتساب عدالت ته ورسولې شو۔وړومبې 103 اورېدنې جج محمد بشير كړی وې چې پكښې د ايون فيلډ ريفرنس هم شامل ؤ ۔ټرائل دوهم عدالت ته د منتقل كېدو نه پس په العزيزيه او فليګ شپ ريفرنس كښې جج ارشد ملك 80 اورېدنې وكړی او د دې نه پس د دسمبر تر24مه نېټې پريكړه محفوظ كړی شوې وه۔