هېواد كښې سکول ته د نه تلونكو ماشومانو شميره دوه کروړه 28 لکھ ده، فنی او پیشه ورانه تربیې ودې له اقدامات کوو، اسلام آباد كښې سکول ته د نه تلونكو 27 نه تر 28 زره ماشومانو سکولونو كښې د داخلولو لپاره كمپائن پيل شوے۔ د تعلیم او پیشه ورانه تربيې وفاقی وزیر وزير شفقت محمود سېنېټ ته ځواب

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز20دسمبر 2018ء) سېنېټ ته وئيلي شوي دي چې هېواد كښې سکول ته د نه تلونكو ماشومانو شميره دوه کروړه 28 لکھ ده، د فنی او پیشه ورانه تربیې ودې له اقدامات کوو، اسلام آباد كښې سکول ته د نه تلونكو 27 نه تر 28 زره ماشومانو سکولونو كښې د داخلولو لپاره كمپائن پيل شوے۔ د زيارت پھ ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پوښتنو دمې پھ مهال د سنلاتور مظفر حسېن شاہ، سناتورې ثمینه سعید او نورو غړو د پوښتنو پھ ځواب وفاقی وزیر شفقت محمود ووئيل سکول ته نه تلونكو شميره د یونیسکو، ملګرو ملتونو او نورو ادارو په معلوماتو مشتمل ده، خو د دې نور تصدیق ته هم اړتيا ده۔

ده ووئيل په اسلام آباد كښې دا وخت د 27 نه تر 28 زره ماشومان سکول ته نه ځي، دوي په سكول كښې داخلولو له كمپائن پيل كړے شوے او دا زمونږ د ایجوکېشن پالیسۍ فریم ورك برخه هم ده۔ ده ووئيل د فنی تربیې زياتره ادارې په بشپړه توګه د 18م بدلون نه پس صوبو ته منتقل شوې دي، په وفاقی كچه مونږ د ذريعو څخه د فنی او پیشه ورانه تربیې ودې له د فنډز انتظام کوو۔