د عمران خان په مشرۍ كښې هېواد په نړيوالو هلو ځلو كښې ورګډېږي٬ په پاكستان د نړۍ باور زياتېږي۔علي امین خان ګنډاپور

د عمران خان په مشرۍ كښې هېواد په نړيوالو هلو ځلو كښې ورګډېږي٬ په پاكستان د نړۍ باور زياتېږي۔علي امین خان ګنډاپور

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز20دسمبر 2018ء) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امین خان ګنډاپور وئيلي دي د عمران خان په مشرۍ كښې هېواد په نړيوالو هلو ځلو كښې ورګډېږي ٬ په پاكستان د نړۍ باور په تندۍ سره زياتېږي ۔ د زيارت په ورځ خپل يو بيان كښې وفاقي وزير ووئيل څه موده وړاندې پاكستان په نړيواله كچه تنهائۍ سره مخ شوې ٶ د كومې بنيادي سوب چې پاكستان كښې د باور جوګه او د پاك او سپېځلي سياسي قيادت نشتوالې ٶ۔ ده ووئيل د ماضي حكومتونو د پاكستان خزانه خپلو ذاتي ګټو لپاره كارولې او داسې بې سوده منصوبې ئې لګولې د كومو چې ګټه د ھغوي ذات ته رسېدله۔ علي امين ګنډا پور ووئيل اوس هېواد كښې د سپېځلي قيادت په سبب د نړيوالې ورورولۍ په پاكستان باور زياتېږي۔