خارجه وزير د بهرنيو دورو پحقله پاليسي بيان وركولو لپاره به (نن) ايوان ته رابللې شي۔علي محمد خان

خارجه وزير د بهرنيو دورو پحقله پاليسي بيان وركولو لپاره به (نن) ايوان ته رابللې شي۔علي محمد خان

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز19دسمبر 2018ء) د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان وئيلي دي چې د پخوانۍ فاټا اولس سره شوې ټول لوظونه ترسره كولو لپاره هر ډول ممكنه ګامونه پورته كوٶ٬ خارجه وزير د بهرنيو دورو پحقله پاليسي بيان وركولو لپاره به (نن) د زيارت په ورځ ايوان ته رابللې شي۔ د شورو په ورځ سېنېټ كښې د بېلا بېلو غړو د اعتراض د نكتې په ځواب ده ووئيل د حكومت او ايوان ترمېنځه د پل كردار لوبوم۔

ده ووئيل د پخوانۍ فاټا اولس سره شوې ټول لوظونه ترسره كولو لپاره هر ډول ممكنه ګامونه پورته كوٶ دوي لپاره د اېجنسي ډويلپمنټ فنډ په مد كښې يو ارب 35 كروړ روپۍ فنډ به ډېر زر جاري كړې شي٬ د فاټا اولس ته د ټېكس استثنیٰ پحقله اقدامات شوې دي٬ فاټا سېكټرېټ په عملي توګه ختم كړې شوې دې٬ د پي اېن ډي پشمول نورې ادارې د وزيراعلٰې سېكټرېټ په نګرانۍ كښې كار كوي۔

ده ووئيل په راتلونكو ټولټاكنو كښې به د پخوانۍ فاټا څخه نزدې 16 اېم پي اے منتخب كولې شي٬ په عارضي توګه په يوه حلقه كښې انتخابات كوٶ۔ ده ووئيل د فاټا اولس سره د سل اربه روپو لوظ شوې ٶ كوم چې اېن اېف سي ته لېږلې شوې دې۔ ده ووئيل پخوانۍ فاټا ته هر كال 24 اربه روپۍ پرمختيائي فنډ او 28 اربه غېر پرمختيائي فنډز وركولې شي سږ كال هم دا فنډز جاري كړې شوې دي۔