اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز19دسمبر 2018ء) د پټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي چې وزیراعظم د ګاز د مسئلې نوټس اخستې دې٬ د مسئلې پلټنې كمېټي كوي٬ د كورنيو مصرف كوٶنكو٬ زيرو رېټډ او د جنرل انډسټرۍ لپاره د ګاز وركړه كښې هېڅ كمې نه دې شوې٬ كابينه د ګاز وركړې لپاره د مېرټ آرډر توثيق شوې دې٬ د صوبو په مشاورت به اتفاق رائے پېدا كولې شي۔
د شورو په ورځ د سناتورانو رضا رباني، شېری رحمن او د عتیق شېخ د پام راګرځونې د نوټس ځواب وركولو سره وئيلي دي چې وزیراعظم د ګاز د مسئلې نوټس اخستې دې٬ د مسئلې پلټنې كمېټي كوي٬ د سندھ اعلٰې وزير سره هم په دې خبره شوې ده دوه غړي به كمېټۍ لپاره وركوي۔ ده ووئيل دا مهال د هېواد ځائي پېداوار 15 فيصده دے٬ او 85 فيصده پټروليم مصنوعات مونږ درآمد كوٶ او زمونږ كلن درآمدي بل د 12 اربه نه زيات دے۔
ده ووئيل د څلورو واړو صوبو د ګاز مجموعي پېداوار 3500 اېم اېم سي اېف ډي دے ٬ د څلور اربه ډالرو 800 اېم اېم سي اېف ډي اېل اېن جي درآمد كوٶ او دغسې ټول 16 اربه ډالرو د پټروليم مصنوعات درآمد كوٶ او د هېواد برآمدات د 23 نه تر 24 اربه ډالره دي۔۔ ده ووئيل اي سي سي د برېښنا څانګې د مېرټ آرډر منظوري وركړې وه د كومې چې كابينې هم توثيق كړې دې چې پكښې پن برېښنا وړومبۍ٬ متبادل توان دوېم ٬ اېل اېن جي درېم٬ د سكرو څلورم او د فرنس آئل پنځم لمبر دے۔ ده ووئيل د 15مې نيټې نه د سي اېن جي څانګې ته د ګاز وركړه بحال كړې شوې٬ د كېپټو پاور د منصوبو مسئله وه ھغوي هم د شارټ فال نه خبر كړې شوې چې ورسره ھغوي اصولي اتفاق كړې چې 50 فيصده ګاز دې راكړې شي٬ 50 دې د نورو ذريعو څخه ترلاسه كړې شي۔