افغانستان كښې امن پاكستان لپاره ډېر مهم دے، پاکستان به منطقه كښې امن او استحكام لپاره هڅې روانې ساتي۔ د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ د امریکې خاص استازي زلمے خليل زاد سره په ملاقات كښې خبرې

افغانستان كښې امن پاكستان لپاره ډېر مهم دے، پاکستان به منطقه كښې امن او استحكام لپاره هڅې روانې ساتي۔ د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ د امریکې خاص استازي زلمے خليل زاد سره په ملاقات كښې خبرې

پېنډۍ (پاکستان پوائنٹ نیوز19دسمبر 2018ء) د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ وئيلي دي چې افغانستان كښې امن پاكستان لپاره ډېر مهم دے، پاکستان به منطقه كښې امن او استحكام لپاره هڅې روانې ساتي۔ سرلښكر دا خبرې د شورو په ورځ د امریکې خاص استازي زلمے خليل زاد سره په ملاقات كښې كړې۔ د آئي اېس پي آر له مخې د پاكستان په دوره راغلې د امريكې خاص نمائنده زلمے خليل زاد سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ سره ملاقات كړې۔ د ملاقات په مهال د افغان روغې جوړې په عمل د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ سرلښكر سره په ملاقات كښې زلمے خليل زاد د افغان امن عمل لپاره د پاكستان د هلو ځلو ستائنه وكړه۔