آصف علي زرداري پھ امريكا كښې خپل آپارټمنټ د نامزدګۍ په كاغذونو كښې نه دې څرګند كړې٬پاكستان تحريك انصاف د ټاكنو په كميسون كښې د آصف علي زرداري د نااهلۍ لپاره د ريفرنس دائر كولو پريكړه كړې٬د اثاثو پټولو له امله آصف علي زرداري د قامي اسمبلۍ د غړيتوب اهل نه دې پاتې٬د كرپشن تحقيقات په آزاده طريقه مخ په وړاندې روان دي

٬حكومت ته كوم سياسي چېلنج نه دې ورپېښ شوې٬د اپوزېشن خلق د تاش د پاڼو غوندې خورېږي٬د نواز شريف پھ ضد ريفرنسز وروستي پړاؤ ته داخل شوي ٬اولس به ډېر زر لويې زيرې واوري٬د برټش ايئر ويز لخوا پاكستان لپاره لس كاله پس د پروازونو د بحالۍ اعلان د حكومت لويه كاميابي ده٬نور اروپائي هېوادونه هم د پاكستان په اړه مثبت ټريول ايډوائزري جاري كوي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د پارليمان په خوا كښې مېډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز19دسمبر 2018ء) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي آصف علي زرداري پھ امريكا كښې خپل آپارټمنټ د نامزدګۍ په كاغذونو كښې نه دې څرګند كړې٬پاكستان تحريك انصاف د ټاكنو په كميسون كښې د آصف علي زرداري د نااهلۍ لپاره د ريفرنس دائر كولو پريكړه كړې٬د اثاثو پټولو له امله آصف علي زرداري د قامي اسمبلۍ د غړيتوب اهل نه دې پاتې شوې٬د كرپشن تحقيقات په آزاده طريقه مخ په وړاندې روان دي٬حكومت ته كوم سياسي چېلنج نه دې ورپېښ شوې٬د اپوزېشن خلق د تاش د پتو پشان خورېږي٬د نواز شريف پھ ضد ريفرنسز وروستي پړاؤ ته داخل شوي٬اولس به ډېر زر لويې زيرې واوري٬د برټش ايئر ويز لخوا پاكستان لپاره لس كاله پس د پروازونو د بحالۍ اعلان د حكومت لويه كاميابي ده٬نور اروپائي هېوادونه هم د پاكستان په اړه مثبت ټريول ايډوائزري جاري كوي۔

د پارليمان په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې وفاقي وزير فواد چوهدري ووئيل د پيپلز ګوند د شريك چيئرمېن آصف علي زرداري په امريكا كښې د آپارټمنټ انكشاف شوې٬چې نمبر يې 1483اېس كے او 1099 دے۔هغه خپل دا آپارټمنټ د ټاكنو كميسون د نامزدګۍ په كاغذونو كښې نه دې څرګند كړی۔ ده ووئېل د آئين آرټيكل 62 او 63 له مخې د آصف علي زرداري ذمه واري وه چې هغه خپلې ټولې آثاثې د نامزدګۍ په كاغذونو كښې څرګندې كړی وې ٬ ده ووئېل كېدې شي چې آصف علي زرداري د دې نه علاوه هم د آپارټمنټس مالك وي كوم چې هغه د نامزدګۍ په كاغذونو كښې نه وي څرګند كړي٬ وفاقې وزير ووئېل خرم شېرزمان به د ټاكنو په كميسون كښې د اثاثو پټولو په حقله د آصف علي زرداري په ضد ريفرنس دائر كوي۔

ده ووئيل نواز شريف او آصف علي زرداري خپلې وروستۍ ټاكنې كړی ۔پھ سباؤن كښې د هغوي سياست راته نه ښكاري ٬د نواز شريف او آصف علي زرداري پھ ضد مقدمې مخ په وړاندې روانې دي۔پھ شهباز شريف٬نواز شريف٬سعد رفيق او آصف علي زرداري د هغوي په حكومتونو كښې مقدمې جوړی شوې خو پلټنو ته نه دې پرېښودلې شوې۔ ده ووئېل د پاكستان تحريك انصاف د حكومت په دور كښې ادارې مكمل آزادې دي او په دې لړ كښې پلټنې كوي۔

اوس دا خلق د تاش د پتو پشان خورېږي٬اوس دا نه شي يوځاې كېدې٬ ده ووئېل كه يوځاې هم شي نو صفر جمع صفر به وي۔ده ووئيل پي ټي آئي د ټاكنو په مهال اولس سره لوظ كړی و چې په هېواد كښې به د كرپشن نه د پاك نظام بنياد ږدي٬مونږ د هغې لوظ له مخې مخ په وړاندې روان يو۔په تېر وخت كښې سركاري خزانه لوټ كونكو ته كه غله ووايو نو خفه كېږي٬ د اطلاعات وزير ووئېل د وزيراعظم وژن ډېر واضحه دے چې قامي خزانه لوټ كوونكي به منطقي انجام ته رسوو۔

فواد چوهدري ووئيل پي ټي آئي پنځه كاله پھ خېبرپښتونخوا كښې كرپشن فري حكومت كړې٬نن په پاكستان كښې د كرپشن په ضد د پلټنو په نتيجه كښې سپيځلتيا ښكاري ۔په پاكستان د نړيوالو سرمايه كارو باور زياتېږي۔ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف حكومت د رحم په بنياد پالېسۍ جوړوي كومې چې د مدينې د رياست اساس وې۔نبي اكرم(ص) د هجرت نه پس د مدينې د رياست بنياد په رحم جوړ كړې و٬زمونږ حكومت هم په دې اصول چلېږي۔

فواد چوهدري ووئيل تېره ورځ د هند وګړی حامد انصاري پاكستان د رحم په بنياد پرېښودې٬د كرتارپور لارې د بنياد تېګې اېښودو دستورې پھ مهال د هند خبريالانو د هندي وګړي حامد انصاري معامله د عمران خان پھ وړاندې اېښې وه چې هغه د پولې نه پاكستان ته راداخل شوې ؤ ۔د دې په قيصه په بالي ووډ كښې پوره فلم جوړیدې شي۔وزيراعظم عمران خان هندي خبريالانو سره د ملاقات په مهال وئېلي وو چې هندي خبريالان دې په مقبوضه كشمير كښې د هند لخوا د بشري حقونو په سرغړونو پھ هند كښې غږ پورته كړي۔

ده ووئېل تر څو چې هند په كشمير كښې ظلم او ستم نه وي بند كړی٬د پاكستان او هند اړيكې نه شي ښې كېدې٬وفاقي وزير ووئيل د نواز شريف پھ ضد ريفرنسز وروستي پړاؤ ته داخل شوي ٬په پريكړه كښې به اولس لويې زيرې واوري۔فيصل واوډا په لندن كښې خپل فليټونه د نامزدګۍ په كاغذونو كښې څرګند كړي ځكه د هغه جائيداد غېر قانوني نه دے۔