اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز19دسمبر 2018ء) د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي وئېلي دي په زمكه كښې دننه د اوبو كچه د تېرو پنځو كلونو په مهال ډېره زياته ټېټه شوې٬د پاكو اوبو په اړه به ډېر زر پروژه پیل كړی شي۔د شورو په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتور عتيق شېخ٬سناتور نعمان وزير او د سناتور مظفر حسېن شاه د پوښتنو په ځواب كښې د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي ووئيل د تېرو پنځو كلونو پھ مهال پھ زمكه كښې دننه د اوبو كچه ډېره ټېټه شوې۔
ټيوب ويلونه او د اوبو بور د دې لويې وجوهات دي۔ ده ووئېل د بندونو نه جوړیدو له امله هم ستونزې رامخې ته دې۔ده ووئيل ډېرې اوبه ضائع كېږي۔ ريچارج ويلز لپاره پي سي ون منظورۍ له لېږلې شوې٬ډېره زر به د پاكو اوبو پروژه پیل كړی شي۔ده ووئيل د منرل واټر معيار پھ اړه سترې محكمې هم نوټس اخستې كھ پھ دې لړ كښې تفصيلي ځواب لپاره نوې پوښتنه جمع كړی شي نو ايوان به خبرولې شي۔