د اسد عمر په مشرۍ كښې د اېف اے ټي اېف په اېكشن پلان د پېشرفت جاج اخستو لپاره د نېشنل اېګزېكټو كمېټۍ غونډه نېكټا د ترهګرو د فنانسنګ خطرو په حقله د جاج اخستو په راپور كمېټۍ له پرېزنټېشن وركړو

د اسد عمر په مشرۍ كښې د اېف اے ټي اېف په اېكشن پلان د پېشرفت جاج اخستو لپاره د نېشنل اېګزېكټو كمېټۍ غونډه نېكټا د ترهګرو د فنانسنګ خطرو په حقله د جاج اخستو په راپور كمېټۍ له پرېزنټېشن وركړو

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز18دسمبر 2018ء) د خزانې وزير اسد عمر په مشرۍ كښې د فنانشل اېكشن ټاسك فورس ( اېف اے ټي اېف) په اېكشن پلان د پېشرفت جاج اخستو لپاره د نېشنل اېګزېكټو كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ وشوه۔ د نېشنل كاٶنټر ټېررازم اتهارټۍ (نېكټا) د ترهګرو د فنانسنګ خطرو په حقله د جاج اخستو په جوړ راپور كمېټۍ له تفصيلي پرېزنټېشن وركړو۔ د جاج دا راپور نېكټا او اېف آئي اے د يو شمېر اړوند ادارو په مشاورت جوړ كړې۔

د جاج راپور په بېلا بېلو اړخونو د تفصيلي غور نه پس اېن اي سي د مهمې پاليسۍ او قانون سازۍ په تناظر كښې د ځينو مشاهداتو من و عن منظوري وركړه۔ اېن اي سي د اېف بي آر – كسټم لخوا د نغدو قاچاق په ارھ د خطرو جاج په حقله د راپور هم منظوري وركړه ۔ فنانشل مانیټرنګ یونټ(اېف اېم یو) د تېرو دريو كلونو په مهال د مالياتي څانګې لخوا د وړاندې كړو شكمنو منتقليو او د داسې راپورونو په بنياد د مني لانډرنګ او د ترهګرۍ د فنانسنګ په ضد د قانون نافذ كوٶنكو ادارو لخوا د پورته كړو اقداماتو هم جاج وړاندې كړو۔

اېن اي سي اړوند ادارو ته امرو كړو چې د انفورسمنټ كاروائيو اضافې لپاره د نتيجو وړ تګلاره خپله كړئ۔ د اېن اي سي چيئرمېن د ټولو څانګو مشرانو ته امر وكړٶ چې د نېكټا اېكشن پلان په وخت د عملدرامد په باقاعدګۍ سره نګراني وكړې۔ په غونډه كښې صوبو سره د كوټلې هلو ځلو په ضرورت هم زور رواړلې شو۔ په غونډه كښې خارجه وزير ٬ د قانون او انصاف وزير ، دوهم داخله وزير ٬ د مركزي بانك چيئرمېن٬ د اېس اي سي پي چیئرمېن، د اېف آئي اے ډائريكټر جنرل ٬ د نېكټا ډائرېکټر جنرل ، د اېف بي آر كسټم ډائریکټر جنرل ٬ د اېف اېم يو ډائرېكټر جنرل او د د فاقي او صوبائي حكومتونو سينئر چارواكو ګدون كولو